ډاکتر فاروق آعظم: افغان جګړه نظامي حل نه لري!

ډاکتر فاروق آعظم: افغان جګړه نظامي حل نه لري!

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشرتابه، د هيواد بانفوذه ملي او سياسي څېره او محبوب القلوب مشر ډاکتر فاروق آعظم وايي، د افغانستان روانه کشاله او معضله نظامي حل نه لري.

نوموړي د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي او ټاټوبي اوونيزي سره د يوې ځانګړي مرکې پرمهال څرګنده کړه، چي اوسمهال په هيواد کي تر بل هر وخت سولي ته شرايط برابر دي، خو که ښکېلي خواوي وروستي توافق ته ورسېږي او ياهم د بين الافغاني مذکراتو د ميکانيزم څرک ولګېږي.

ډاکتر فاروق آعظم وويل: «نږدې ۱۲ کلونه کېږي، چي د افغانستان سوله ییز بدلون بنسټ فعاليت پيل کړی، دا چي ددغه بنسټ پيلامه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کي وشوه، هغه مهال لا سولي ته دومره فرصت برابر نه وو او پر يو شمېر کسانو دا خبره ډېره بده لګېده، خو موږ د وخت حاکمو رهبرانو او مشرانو ته په ډېر جرئت وويل، چي آمريکا افغان جګړه نه شي ګټلای او په آمريکا دا ومنئ، چي د افغانستان روانه معضله نظامي حل نه لري، آن په کابل کي خو هغه مهال دغه خبره يو جرم ګڼل کېده.»

دده په خبره، په افغانستان کي د روسانو  د جګړې او استاد رباني د وخت د سولي د منځګړيتوب تجربو ته په کتو آمريکا د افغانستان سره د جګړې او سولي دواړو اوږده مخينه لري، نو ځکه خو د هيواد روانه کشاله نظامي حل نه مومي، خو د هرآړخيزي مذاکراتي لاري ښايي دغه بحران ډېر آسانه پای ته ورسېږي.

د افغانستان لاينحل قضيې ته بايد په ګډه حللاره ومومو

د ډاکتر فاروق آعظم په وينا، د افغانستان ملت يو مظلوم ملت دی او آمريکا هم د نړۍ يو طاقت دی، آمريکا چي افغان جګړه نه شي ګټلای، دا مفهوم نه لري، چي افغانان به په راتلونکي کي په سوکالۍ او ښېرازۍ کي ژوند وکړي، هغه وخت بيا آړتيا ده، چي موږ او تاسي ټول افغانان سره متحد او متفق شو او د افغانستان لاينحل قضيې ته حللاره ومومو.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: «درې کلونه وړاندي مي په ولسمشرۍ ماڼۍ کي ولسمشر آشرف غني، نړيوالو او د هيواد دولتي دستګاه ته وويل، چي په افغان ملت بايد باور وشي او د افغانستان بحران ته ولسي حل ولټول شي، افغانستان د مرکو او جرګو هيواد دی، نو خلکو ته بايد موقع ورکړل شي، چي روانه جګړه د سولي په يوه عادلانه پروګرام ختم کړي.»

ډاکتر فاروق آعظم زياتوي، چي هغه مهال هم د افغان کشالې هيڅ طرف زموږ دغه د خطر زنګ ته کوم آهميت ورنه کړ، آمريکايان د افغان جګړې يوه برخه ده، آمريکا هڅه کوي، چي افغانانو او نړيوالو ته دا وښيي، چي افغان جګړه بين الافغاني ده، دغه راز افغان ټاکني د آمريکا د جنګي ستراتيژۍ يوه برخه وه، که انتخابات په يو څو ښارونو او کليو کي هم شوي وای، آمريکا په رسميت پېژندل، علت يې دا و، چي آمريکا غوښتل ثابته کړي، چي د کابل حکومت مشروع او قانوني حکومت دی، د ولس په خوښه رامنځ ته شوی او ددغه حکومت په ضد جنګېدونکي کسان باغيان دي، آمريکا ځان داسي ښوده، چي موږ په افغان معضله کي دخيل نه يو او له يوه قانوني حکومت  څخه ملاتړ کوو، دا جګړه اصلاً د افغانانو او افغانانو ترمنځ ده او موږ ددې جګړې برخه نه يو.

دی وايي، موږ په همدې آساس د افغان جګړې د ښکېلو آړخونو ترمنځ د منځګريتوب هڅه کوو، چي آمريکايان قانع کړو، چي تاسي افغان جګړه نه شئ ګټلای، حکومت او طالبان هم يوبل سره د خبرو مېز ته رادعوت کړو، د سولي په خبرو کي تر ډېره افغان ملت ته ونډه ورکړو او د ټولو آړخونو په مالکيت کي د رواني جګړې خاتمې ته يو داسي باعزته حل ومومو، چي ابتکار يې د افغانانو په لاس وي، ځکه ددې جګړې آبزار يوازي آفغانان دي.

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر څرګنده کړه، چي افغانان دي په ګډه د سولي له اوسني فرصت څخه ګټه پورته کړي او سوله دي راولي، ترڅو ګاونډيان او ټول نړيوال هيوادونه په افغانستان او افغانانو باور وکړي.

هغه دغه راز اضافه کړه، متاسفانه افغان حکومت خپله کورنۍ دنده ترسره نه کړه، چي په پايله کي يې آمريکايان له افغان حکومت څخه د ناغېړۍ او د خپلي کورنۍ دندي نه ترسره کولو په وجه مايوسه شول او د طالبانو سره يې مخامخ خبري پيل کړې، د طالبانو او آمريکايانو مخامخ خبرو دا وښودل، چي آمريکايان خپله هغه پخوانۍ خبره تر پښو لاندي کړي، چي ويل به يې موږ د افغان جګړې برخه نه يو، موږ اشغالګر نه يو او په افغانستان کي له يوه مشروع او قانوني نظام څخه ملاتړ کوو.

د ډاکتر فاروق آعظم په وينا، اوس آمريکايان رامخ ته شول او ځان يې د افغان جګړې مهمه برخه وګڼله او ويې ويل موږ او طالبان به مذاکرات کوو، چي په دې ترڅ کي د کابل حکومت حاشيې ته ولاړ. په دې ترتيب سره هغه موازينه چي آمريکا جوړه کړې وه، له منځه ولاړه او اوس آمريکا د افغان جګړې مهم آړخ شو.

نوموړی د افغان جګړې له ټولو آړخونو غواړي، چي بين الافغاني تفاهم بايد تعريف شي، بين الافغاني تفاهم يعني څه شي؟ طالب وايي، زه د کابل حکومت سره نه کښېنم، که ورسره کښېنم هم، د ولسي خلکو په حضور کي کښېنم، د کابل حکومت هم طالبان د ملي مقاومت په حيث نه، بلکي يوې جنګي ډلي په حيث پېژني، نو په دې صورت کي د افغان ملت قوي منځګړيتوب ته آړتيا ده، کله چي د جګړې د دواړو خواو ترمنځ افغان ولسونه منځګړيتوب وکړي، د سولي نعره به مشترکه کېږي او اوسنی بحران به ډېر ژر پای ته رسېږي.

ډاکتر فاروق آعظم له لسيزو راهيسي د افغان سولي راوي او بې طرفه منځګړی پاته شوی، چي د خپل ژوند زياته برخه يې په افغانستان کي د يوه سوله ييز بدلون راتلو ته ځانګړې کړې ده.



افغانستان جګړه راپورونه او مرکې سوله
t