ولسمشر: حکومت او خصوصي سکتور دې زیات کار وکړي

ولسمشر: حکومت او خصوصي سکتور دې زیات کار وکړي

جمهوررئیس غني: حکومت او خصوصي سکتور دې د هیواد د انکشاف لپاره زیات کار وکړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د افغانستان د سوداګرۍ خونې له منتخبو استازو سره وکتل.

په دغه کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي په خپلو خبرو کې وویل، له ۸ کلونو وروسته د سوداګرۍ خونې د استازو د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې او د سوداګرۍ خونې ۱۲ زره غړو په کې ګډون کړی وو چې لمنځه یې د ولایتي بورډ ۳۰۰ او د مدیره پلاوي ۲۱ غړي انتخاب شول.

هغه زیاته کړه، په لغمان، پنجشېر، پکتیا، میدان وردک او د کندهار په سپین بولدګ کې د سوداګرۍ خونې دفترونه پرانیستل شوي دي.

وروسته د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال او سرپرست خانجان الکوزي او د سوداګرۍ خونې عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت خصوصي سکتور ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، د خصوصي سکتور او صعنت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ واټن را کم شوی او د سوداګرۍ خونه د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د پله په څېر عمل کوي.

ورپسې جمهوررئیس غني د سوداګرۍ خونې د غړو د ټاکنو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، له اوزبیکستان سره د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا قرارداد لاسلیک شوی او په ۱۸ میاشتو کې بشپړېږي چې د برېښنا د کمبود ستونزه به حل شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، ژر به د مالیې وزارت سرپرست له قزاقستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د میوو او سبزیجاتو د صادراتو قرارداد لاسلیک کړي.

هغه زیاته کړه، حکومت او خصوصي سکتور دې د هیواد د انکشاف لپاره زیات کار وکړي، ترڅو افغانستان ترانزیټي او پرځان بسیا شي. دغه راز پر وچو بندرونو پراخه پانګونه کېږي او هر وچ بندر به پر یوه ښارګوټي بدل شي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې له خصوصي سکتور څخه وغوښتل هڅه وکړي چې افغانستان په صادراتي هیواد بدل شي، ځکه د دې لپاره شرایط چمتو شوي دي.




t