مس عینک بست لوبډلې ته ماتې ورکړه

مس عینک بست لوبډلې ته ماتې ورکړه

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو نهمه لوبه نن د مس عينک زون او بوست زون لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د بوست زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عينک زون په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمت شاه ۶۵، افسر ځاځي ۳۷ او نور علي ځدراڼ ۳۱ منډې وکړې.

د بوست زون له لوري دستګير خان ۲، سيد شېرزاد، يمين احمدزي، وقار الله اسحاق، محمد عالم، عبدالرحمن او ناصر جمال ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۲۴۴ منډو د هدف په تعقیب کې د بوست زون لوبډله په ۴۸.۲ اورونو کې وسوځېده او ۲۱۳ منډې يې وکړې، چې په ۳۰ منډو يې له مس عینک زون لوبډلې ماته ومنله. د دوی له لوري منیر احمد ۸۳ او وقار الله اسحاق ۶۱ منډې وکړې.

د مس عینک زون له لوري یوسف ځاځي ۵، ضیا الرحمن او نواز خان ۲-۲ او ناصر توتاخېل ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یوسف ځاځي ترلاسه کړه، چې ۵ لوبغاړي يې سوځولي و.




t