زرین خان ولي د فلم څخه وایستل سوه؟

زرین خان ولي د فلم څخه وایستل سوه؟

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې زرین خان چي اوس مهال د بالیووډ د ښکلو او باتجربه سېنمايي ستورو څخه شمیرل کیږي. په یوه تازه مرکه کي هغه عوامل روښانه کړل، چي له امله يي هغه د یو فلم له پروژي څخه لیري کړل سوه.

د بالیووډ دغه ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې وايي، دا چي هغه د کلیوالې په شان نه معلوميږي، نو ځکه يي له فلم څخه ایستلې ده. هغه وايي فلم د یو کلیوالي انجلي پر ژوند باندي جوړيږي. دا چي زرین خان د کلیوالې انجلي په شان نه معلوميږي، نو همدا وجه ده چي د فلم ډایریکټر هغه له فلم څخه ایستلې ده.

زرین خان ویلي دي:(( د فلم سکریپ ډير جالب و، سکریپ ما وکته. فلم پر یو کلیوالي هندوستاني جوړیده، آما ناڅاپه زنګ راغلي، ویل يي تاسو کلیواله نه معلومیږي، ځکه چي ستاسو پوسټ ډير روښانه او ښایسته دي. د کلیوالي پوسټ باید تاریک وي. نو ځکه تاسو له فلم څخه ویستل سوې.))

د بالیووډ ښکلې ستورې زرین خان د سلمان خان سره د (ویر) فلم له لاري بالیووډ سېنما ته راغله. زرین خان په کم وخت کي ډېرشهرت پیداکړ. د زرین خان ښایست او په زیاتو رومانټیکو صحنو کي راښکاره کیدل د هغي د زیات شهرت لامل سوي دي.

زرین خان د فلم څخه وایستل سوه

پاته دي نه وي، چي هغه زیات وخت د مینوالو له لوري په جنسي توګه هم ځورول کيږي. همداراز دا لومړی ځل دي، چي هغه د یو فلم له پروژي ایستل کيږي.



بالیوو‌‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t