مرچ مو یاداښت کمزورې کوي

مرچ مو یاداښت کمزورې کوي

یوه نوی څيړنه ښي چې هغه خلک چې مرچ او مرچ لرونکي غذاوې خوري یاداښت به يې کمیږي، دغه څیړنه په قطر، اسټرليا او امریکا کې تر سره شوي، څیړنه د ۵۵ کلونو زیاتو عمر لرونکو ۴۵۸۲ چینايي وګړو باندې په ۱۵ کلونو کې تر سره شوي.
دغه څيړنه کې خواږه مرچ لرې شوي وه یوازې سره او ترخه مرچ میده شوي وه چې د نورو غذاو سره به ګډ خوړل، په دغه ټوله څیړنه کې شپږ ځلې د درې درې ورځو لپاره ترې ټیسټ اخیستل کیدو، په دغو ۱۵ کلونو کې له دغه رضا کارانو څخه مختلف د یاداښت ټیسټونه اخیستل شوي، چې دا ټول په یو څیړنیز راپور په بڼه د نیوټرینټس جریدې کې نشر شوي دي.
په دغه څيړنه کې پوهان دې نتیجې ته رسیدلي چې هغه کسان چې په ټوله ورځ کې ۵۰ګرامه مرچ خوري د نورو کسانو په پرتله د یاداښت کمزوري خطر پکې دوه چنده زیات دي، همدارنګه پوهې کچه هم کمیږي دا حالت په هغو خلکو کې ډیر لیدل کیږي چې BMI کمه وي.
د قطر پوهنتون پروفیسور زیومن شائی وايي، مرچ د بدن اضافي وازده له مینځه وړي، وزن کموي او د ویني فشار نورمال ساتي خو پوخ عمر کسانو کې د یاداښت کمي عامل کیږي، دغه څیړنه کې معلومه شوه چې مرچ یاداښت کموي خو پوهان وايي راتلونکې کې په دې اړه معلومات کوو چې د مرچو او یاداښت کمي وجه څه ده .




t