د طالبانو مېرمني خيرات ټولوي!

د طالبانو مېرمني خيرات ټولوي!

ملا دوست محمد شپږ مياشتي مخکي د طالبانو لخوا ځان مرګي بريد ته وهڅول شو او هغه د افغان ځواکونو پر يوه کاروان ځان وژونکی بريد ترسره کړ، چي په پايله کي يې د امنيتي سرتېرو ترڅنګ يو زيات شمېر زموږ بېګناه افغانان په شهادت ورسېدل.

د ملا دوست محمد مېرمن د پنځو ماشومانو سره اوس په يواځي سر د کور سرپرستي په غاړه لري او خپلو دغو پنځو ماشومانو ته، چي دوه يې زامن او درې يې لوڼي دي په ډېره سختۍ سره نفقه برابروي.

د ملا دوست محمد مېرمني د (ټاټوبي نيوز) سره په يوه ځانګړې مرکه کي وويل، د خاوند سره مي طالب مشرانو ژمنه کړې وه، چي تر مړيني او ځان وژونکي بريد وروسته به يې د کورنۍ مصارف پر غاړه اخلي.

خو په وينا يې، د خاوند تر مړيني وروسته يې هيچا هم د آحوال پوښتنه نه ده کړې.

هغه وايي، خاوند چي مي ژوندی و، ما ورته وويل، چي که ته د طالبانو لپاره ځان وژنه وکړې، نو موږ څه وکړو، ځکه زه او ماشومان دي بل څوک نه لرو، خاوند مي په ځواب کي راته وويل، چي د طالبانو مشران مي د کورنۍ ټول مصارف پر غاړه آخلي او تاسو ته به هر څه درکوي.

خو د هغه تر مرګ وروسته نه پر موږ چا پوښتنه کړې ده، نه زموږ سره چا مرسته کړې ده، هيڅ نه لرو، سوال او خيرات غوښتلو  ته اړ يو.

د ملا دوست محمد مېرمن زياتوي، چي اوس آن د خپلو ناروغو يتيمانو د تداوۍ پيسې هم نه لري.

د هغې په خبره، ماشومان يې مريضان دي او د تداوۍ لپاره هيڅ هم نه لري، نو مجبوره یم سوال به کوم او خيرات به ټولوم او خپل دغه يتيمان به ساتم، ځکه يو پلار يې سرپرست درلود، بل دا ماشومان اوس د پوښتني څوک هم نه لري.

د يادوني وړ ده، چي طالبان تل د کم عمره ځوانانو د احساساتو څخه د ځان په ګټه ناوړه استفاده کوي، چي په پايله کي يې د کورنۍ ټول ژوند په دې ډول تباه کېږي، خپله هم وژل کېږي او خپل د کورنۍ غړي هم په تدريجي ډول وژني.

طالب مشران ځوانانو ته وعدې ورکوي، چي د کور مصارف يې ورکوي او په همدې ډول ځوانان ځان وژونکو بريدونو ته هڅوي، د هغوی تر استعمالولو وروسته بيا د هغه د کورنۍ پوښتنه هم نه کوي.

د ملا دوست محمد مېرمن وايي، د خاوند تر مړيني وروسته طالبان خو څه کوې، نورو دوستانو لا راته شا کړه.

هغه وايي، ځينو زموږ نږدې دوستانو چي زما خاوند يې ځان وژونکي بريد ته هڅاوه، هم اوس زموږ د احوال پوښتنه نه کوي او نه مو هم د اقتصادي بد وضعيت پوښتنه کوي.

دې ته ورته زيات شواهد او کره آسناد موجود دي، چي وسله وال طالبان په دې ډول د ځوانانو د احساساتو او جذباتو څخه ناوړه استفاده کوي، هم دی وژني، هم يې کورنۍ د تدريجي مرګ په سرنوشت مبتلاء کوي.



افغانستان راپورونه او مرکې طالبان مېرمني
t