میاخیل: شرکتونه دې له فساده ډډه وکړي او پروژې ښه تطبیق کړي

میاخیل: شرکتونه دې له فساده ډډه وکړي او پروژې ښه تطبیق کړي

د ننګرهار والي وايي، د قراردادونو پر مهال دې له هر ډول فساد څخه ډډه وشي او په ښه کيفيت سره

قرارداد شوې پروژې دې تطبيق کړل شي.

شاه محمود مياخيل د شرکتونو مسئولينو سره د غونډې پر مهال سپارښتنه وکړه، چې په شفاف ډول قراردادونه ترلاسه کړي او د هر ډول فساد څخه د مخنيوي په ترڅ کې په ښه کيفيت سره په دې ولايت کې پروژې تطبيق کړي.

هغه زیاته کړه:

«د وروستيو کمو امکاناتو څخه بايد په ښه توګه ګټه واخیستل شي، شرکتونو ته په شفاف ډول پروژې ورکړل شي او د قرارداديانو له لوري په ښه کيفیت پروژې تطبيق شي، ترڅو په دې ولايت کې په کمو امکاناتو معياري پروژې ولرو.»

ده وويل، چې هغه شرکتونه به په تور لیست کې شامل کړي، چې د يو شرکت لپاره په څو نومونو باندې قرارداد لپاره وړانديزونه شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې:

«فساد ته دوه طرفه زمينه برابريږي؛ که شرکتونه په شفاف ډول پروژې ترلاسه کړي او د قرارداد له مخې يې پلې کړي ولايتي اداره يې بشپړ ملاتړ کوي؛ خو که د فساد پر وکړې سره یې بې کيفيته پروژه تطبیق کړي ولايتي ادارې له لوري به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.»

د ولايت مرستيال د شرکتونو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو د قراردادونو مراحل د اعلان څخه تر قرارداد پورې تعقیب کړي او په ياده موده کې د شفافیت په موخه ولايتي اداره هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه، چې د شرکتونو مسئولينو ورسره د عامې روغتيا د پنځلس ميليونو او د پوهنې ادارې اړوند د تر سره شويو چارو د بوديجې د تنقيص ستونزه شريکه کړې، چې اړونده مسئولينو ته يې د ستونزو د حل او د چارو د سپيناوي سپارښتنې کړي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د شرکتونو مسئولينو د خبرو پرمهال ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې اتلس کاله وروسته يې د شرکتونو مسئولينو سره د دوی د ستونزو اوريدو په موخه د غونډې زمينه برابره کړه.

دوی په يو شمېر ادارو کې د شويو د قرادادونو، د تر سره شويو چارو د بوديجې ورکړې، د داوطلبۍ او يو شمېر نورو چارو پر مهال شته ستونزې شريکې کړې او د حل په موخه يې لازم وړانديزونه وکړل.



افغانستان اقتصاد خبرونه ننګرهار پروژې
t