کراکر: راتلوونکي د سولې خبرو کې افغان دولت بايد دخيل وي

کراکر: راتلوونکي د سولې خبرو کې افغان دولت بايد دخيل وي

دا څرګندونې د افغانستان کې د امريکا مخکني سفير راين کراکر کړې دي
هغه له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو هغه خبرې افغانستان ته دایمي ثبات راوستلی سي چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ ترسره سي.
دده په خبره په کومو خبرو کې چې افغان حکومت او افغانان حاضر نه وي هغه افغانستان ته دایمي ثبات نه سي راوستلی. کراکر وایي د افغان حکومت له حضور پرته له طالبانو سره د امریکا خبرې ستره تېروتنه وه.
ټرمپ د نهم پړاو خبرو وروسته له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې




t