ننګرهار: تودو سیمو کې پر زده کونکو د قرطاسیې د ویش لړۍ پېل شوه

ننګرهار: تودو سیمو کې پر زده کونکو د قرطاسیې د ویش لړۍ پېل شوه

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او ټولو تودو سيمو کې د ښوونځيو پر زده کوونکو د قرطاسيې د وېش لړۍ پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې ټول زده کوونکي له قرطاسيې څخه برخمن شي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې د نجونو په لېسه کې د قرطاسیې د ویش د پېل په مراسمو کې د ملګروملتونو د ماشومانو د نړیوال صندوق یونیسف ادارې څخه مننه وکړه چې هر کال له زده کوونکو سره د وړیا قرطاسیې مرسته کوي.

هغه وویل:

«په هېواد کې روانو جګړو او ناخوالو د کورنیو اقتصادي وضیعت خراب کړی او ډیرې کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره د قرطاسیې او د ښوونځي د نورو اړتیاو د پوره کولو وړتیا نه لري؛ نو له همدې امله د دې قرطاسیې ویش ددغه بېوزله کورنیو سره د پام وړ مرسته ده.»

پوهنې رئيس وویل، چې د قرطاسیې ویش د زده کوونکو د هڅونې سبب هم کیږي او پر کورنيو يې غږ وکړ، چې خپل بچي ښوونځيو ته وليږي ترڅو له درسونو او قرطاسيې څخه بې برخې نشي .

د سرچینې په خبره؛ د یونسیف ادارې له لورې مرسته شوې قرطاسیه به چې بکسې، کتابچې، تورې تختې، پنسلونه، قلمونه، رنګې، پرکار او نورو اړتیا وړ توکي پکې شامل دي د ننګرهار ولایت په اتلس ولسوالیو کې د لومړي، دویم او دریم ټولګیو پر یوسلو شلو زرو تنو زده کوونکو وویشل شي .



خبرونه قرطاسیه ننګرهار ښوونځي
t