نورا:” زما تر ډانس اکټینګ کول ډير خوښیږي”

نورا:” زما تر ډانس اکټینګ کول ډير خوښیږي”

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې نورا فاتحي وايي، د ډانس کولو څخه زیات په فلم کي اکټینګ کولو ته ډيرتمایل لرم. نورا د جان ابراهیم د فلم دلبر دلبر سندرې ته د ډانس کولو له امله ډیر شهرت پیداکړ.

نوموړي ویلي دي: (( ما عادت کړي، تر څو په جسمي لحاظ ستړي کوونکي حرکتونه اجراء کړم. اما په یادو سندرو کي چي ما ډانس کړي دي د لوبغاړي مهارت هم مهم دي. زه غواړم چي ډير طبیعي رول ولوبوم.))

هغې زیاته کړي ده:(( زه هند ته راغلي یم، چي همه جانبه اداکاري وکړم. زه د اکټینګ لپاره ډير تمایل لرم، آما زه غواړه اکټینګ او ډانس دواړه تر سره کړم. کله چي زه په ساحه کي کار کوم، خلک ما تقدیروي، نو د ډير خوشحالي احساس کوم.))

نورا فاتحي د بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ ټاپ ‌‌‌‌‌‌ښځينه ‌‌‌‌‌‌ډانسره او اکټره ده

پاته دي نه وي، چي نوموړي د جان ابراهیم ((Satyameva Jayate فلم دلبر دلبر او (Batla House) فلم ساکي ساکي سندرې ته د ډانس کولو په خاطر زیاته مشهوره سوه



بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ فلمي نړۍ
t