ولسمشر غني علماو سره په کتنه کې: د مدرسو راتلونکی باید د علماو په سلا او لید انسجام ومومي

ولسمشر غني علماو سره په کتنه کې: د مدرسو راتلونکی باید د علماو په سلا او لید انسجام ومومي

ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې د هیواد په کچه د علماوو او دیني مدرسو د موجوده ستونزو او حللارو د کلنۍ ارزونې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې مولوي فرمان الله نیازي له جمهوررئیس څخه علماو ته د پاملرنې مننه وکړه او په تېرو پنځو کالو کې یې په بېلابېلو برخو کې د جمهوررئیس د کوښښونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، علماو چې د هیواد د سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، باید د دوی ستونزو ته لا ډېره پاملرنه او رسیدګي وشي.

د دیني چارو رئیس مولوي رحمت الله اندړ د علماو د رسمي اسنادو ستونزې ته په اشارې چې د علماو د تحصیل، کار او پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي دي وویل، د علماو د اسنادو او غیر رسمي مدرسو د ارزونې او د واحد نصاب د جوړولو لپاره دې د علماو بورډ جوړ شي.

«همدارنګه نوموړي د علماو او حکومت ترمنځ د واټن او بې باورۍ فضا د لا راکمولو او د علماو د مصئونیت په خاطر د علماو اړوند مسایلو او دوسیو د څېړلو لپاره د علماوکمېټې د جوړولو وړاندیز له جمهوررئیس سره شریک کړ.»

ولسمشر غني د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلیو علماو، مدرسنیو او خطیبانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، علمای کرام زموږ په ټولنه کې ځانګړی رول او حیثیت لري او د دوی درناوی او ستونزو ته رسیدګي حتمي ده. هغه زیاته کړه، په تېرو پنځو کالو کې د ارګ او منبر تر منځ واټن کم شوی او د لیرې کولو لپاره یې هڅې ادامه لري.

«جمهوررئیس د علماو د اسنادو او مصئونیت په اړه د علماو د بورډ او کمېټې جوړولو وړاندیزونه معقول وبلل او علمای کرامو ته یې په دې برخه کې د اقداماتو ډاډ ورکړ. هغه زیاته کړه، د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي جوماتونو د بیا رغاونې په ګډون سلګونه جوماتونه جوړ شوي او لا هم په هره ولسوالۍ کې د جامع جوماتونو د جوړولو لپاره دېرش میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.»

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ علمای کرامو د تاریخ په هر پړاوو کې اساسي رول لرلی او موږ باید د خپلو علماو تاریخي رول او کوښښونه درک کړو. هغه زیاته کړه، د علماو د هر اړخیز مصئونیت ترڅنګ د مدرسو راتلونکی باید د علماو په سلا او لید انسجام ومومي.




t