برېټانيا کې د سرو زرو ارزښتمن کموډ غلا شوی

برېټانيا کې د سرو زرو ارزښتمن کموډ غلا شوی

د برېتانيا له بلينهيم ماڼۍ څخه داسې يو کموډ غلا شوی دی چې له سرو زرو جوړ وو او يو ميليون ډالر ارزښت يې درلود.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا غلا شوی هنري اثر چې له سرو زرو جوړ شوی کموډ دی، په ماڼۍ کې نندارې ته ايښودل شوی و، خو د دې پر ځای چې خلک غل یا غلو ته په غوسه شي، په دې غلا یې خوشاله څرګنده کړې ده.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ياد کموډ د يو ايټاليې هنرمند لخوا جوړ شوی وو، چې په ۱۸ قيراطه سره زر کارول شوي وو.




t