ملي راډيو ټلوېزيون د شپږيزې ليګ خپرولو حقوق ترلاسه کړل

ملي راډيو ټلوېزيون د شپږيزې ليګ خپرولو حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي او د ملي راډیو ټلویزیون مشر ښاغلي اسماعیل میاخېل د شپږیزې کرکټ لیګ لوبو په تړاو چې د روانې اکټوبر میاشتې له اوومې تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره کېږي، ناسته وکړه چې په پایله کې يې ملي راډیو ټلویزیون د یادو لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

په دغه ناسته کې د ملي راډیو ټلویزیون مشر ښاغلي میاخېل په دې اړوند خوښي څرګنده چې په وینا یې، ویاړو چې د شپږیزې کرکټ لوبو د خپرولو حقوق ملي راډیو ټلویزیون ترلاسه کوي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه: (( د خوښۍ ځای دی چې د دغو ملي لوبو حقوق موږ ترلاسه کړل، ملي راډیو ټلویزیون په دغه برخه کې د نړیوال جام تجربه هم له ځانه سره لري او دغه راز مو د هېوادوالو د خوښیو لپاره د یادو لوبو د نشر حقوق ترلاسه کړل.))

همدرانګه د کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم وویل، خوښ دی چې ملي راډیو ټلویزیون د دغو ملي لوبو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل.

ښاغلي ستانکزي وویل: ((هیله لرم چې ملي راډیو ټلویزیون به دغه لوبې په ډېره ښه توګه خپرې کړې او دا چې ملي ټلویزیون په ټول هېواد کې خپرونې لري نو ډاډ لرم چې ټول هېوادوال به مو له دغو لوبو ډېر خوند واخلي چې زموږ اساسي موخه هم هېوادوالو ته د کرکټ لوبو رسول دي.))

د یادولو ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر میاشتې په اوومه پیل او د همدې میاشتې په تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام ومومي.




t