د نړۍ تر ټولو شتمن سړی له لوږې مړ شو

د نړۍ تر ټولو شتمن سړی له لوږې مړ شو

سید رفیع الله قلم

ددنیا ستر سرمایه دار بالاخېره له لوږې مري !!

دبریطانې یوستر یهودي سرمایه دار “ﺭﻭﺩ ﺗﺸﻠﺪ” چی دډیرې سرمایې له وجې به ترې کله کله دبریطانې حکومت هم قرض کاوه ، دخپلې سرمایی لپاره یې یوه خوندي کوټه جوړه کړې وه !

یوه ورځ چی خپلې خزانی ته ننوت په غلطي کی ورپسی دکوټې دروازه رابنده شوه ، دروازه له داخله نه خلاصیده ، هرڅومره چغې او بغاری یې چی ووهلې داچې دکور تعمیر یې ډیرغټ ؤ چا یې اواز وانوریده ، دکور خلکو ګمان کاوه چې کوم خوا سفر ته به تللی وي.

تر ډیره یې چغي رمباړې ووهلې خوچا یې غږ وانوریده ، تر دې چې نور تندې او لوږې راګیر کړ ، خپله ګوته یې زخمي کړه ، په دیوال یې ولیکل :

{ددنیاستر سرمایه دار نن له تندې اولوږې مري }

هفتې وروسته یې خلک له مرګه خبرشول !

دهغوۍ لپاره چې : چا ته په ژوند کې مال ، دولت اوسرمایه هرڅه ښکاري .

ددنیانه تګ ( مرګ) راتلونکی سترخطر دی .

نه پوهیږو چی … کله ، چرته اوڅرنګه به وي ؟

انسانان مسافرشي ، چکرته ولاړشي بیرته کورته راشي ،
خو چې …

مړشي بیانه راګرځي.

زیری دی هغوۍ ته

چاچې په هیچاظلم نه وي کړی ، له هیچا نفرت نه کوي اوپه هیچا ځان پورته نه ګڼي .

ټول تلونکي یو .




t