کوچنۍ چوغکه په نوم ماشومانو لپاره نوی کتاب چاپ شو

کوچنۍ چوغکه په نوم ماشومانو لپاره نوی کتاب چاپ شو

کوچنۍ چوغکه کتاب د ماشومانو لپاره چاپ شو

ددې کتاب لیکوال ښاغلی جاوېد اوربل دی. دا کتاب له هغو ۳۲ کتابونو څخه یو دی، چې د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو ملي بنسټ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ خپاره کړي دي.

کوچنۍ چوغکه لوستونکو ته ور زده کوي، چې د فکر کولو او تصمیم نېولو په وخت کې احساسات څنډې ته کړي. دا کتاب لوستونکی په پرېکړو او تصمیم نېولو کې معقولیت ته را بولي او هغه ته ور ښیي، چې که غواړي د نورو له احتیاجه او سرګردانۍ خلاص شي باید په خپل ځان متکي اوسي او د خپل ژوند د تېرولو لپاره له خپلو امکاناتو ګټه واخلي.

کوچنۍ چوغکه په لوستونکو کې د هېوادنۍ مینې د روزلو ښه نسخه ده او له دې ور اخوا نور هم ګڼ پیغامونه لري.

د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو ملي بنسټ د ښاغلي اوربل د دغې بریالۍ هڅې قدردانۍ کوي او نوموړي ته د لا مخکې تګ هیله لري.




t