د موټر ټايرونه

د موټر ټايرونه

ژباړه: پاڅون

یو موټر چلوونکی مي و پوښت، د موټر ټایرونه له جوړیدو څخه څو کاله وروسته تر وخت تیریږي؟

هغه ماته داسي و کتل، لکه له مریخه چي راغلی یم او په یو نادر انداز یې و پوښتل، ټیر هم تر وخت تیریږي؟

هغه له اتو کلونو را هیسي د مسلک په ډول موټر واني کوي، مګر په دې نه پوهیدی، چي هر ټایر د اکسپایر یوه نېټه هم لري چي له هغه وروسته یې بدلول ډیر اړین دی.

تر نېټې تېریدو وروسته د ټایر د پټاویدو ډیره زیاته اندیښنه موجوده وي چي د سفر په وخت کي خورا خطرناکه ثابتیدای سي.

په یاد ولرئ، هغه نېټه چي ټایر ورباندي جوړ سوي، تر څلورو کلونو دده د ژوند موده ده.

اوس به نو تاسو فکر کوئ، چي د ټایر د جوړېدو نېټه له کومه کړو؟

دا نېټه پر هر ټایر د څلورو عددونو په ډول لیکل سوې وي.
لومړي دوه عدده د اونۍ استاذیتوب کوي او وروستي عددونه کال راته په نښه کوي.
دا څلور عددونه پر ټایر جلا لیکل سوي وي، له دې سره نور حروف نه ګډوي.

ځیني کمپنیاني د عددونو وړاندي د ستوري * نښه هم ږدي.

د بیلګي په ډول، که اعداد ۱۲۱۶ لیکل سوي وي، نو راته وايي چي ټایر د ۲۰۱۶ کال په ۱۲مه اونۍ (د مارچ وروستۍ اونۍ) کي جوړ سوی دی. یاني ددې ټایر د خوندیتوب موده د ۲۰۲۰ کال په ۱۲مه اونۍ کي ختمیږي، نو تاسو باید له دې تاریخ وروسته د موټر ټایرونه بدل کړئ.

ځیني کمپنیاني پر ټایرونو د جوړیدو نېټه نه لیکي، چي دا یوه ناځوني او جرم دی.

مګر د چین په ځینو برانډونو کي دا شی ډیر عام دی.

د نېټې کتلو پرته ټایر رانیول داسي دي لکه له نېټې کتلو پرته درمل را نیول او استعمالول.

مګر زه فکر کوم، چي د ټایر تایخ تر درملو هم اړین دی، ځکه درمل یوازي یو کس ته زیان رسوي، مګر د موټر ټایر ممکن د موټر د خاوند سره نور ډیر کسان هم له ځان سره بدبخته کړي.

یادونه: نو چي په دې پوهه سواست، اوس لږ تکلیف وکړئ خپل موتر ته ورسئ او د خپل موټر د ټایرونو نېټه و ګورئ او تر هغه وروسته د څلورو کلونو موده ځان ته معلومه کړئ، څو تاسو او ستاسو خواږه همسفره د احتمالي خطره خوندي پاته سي.




t