مس عينک د امو لوبډلې ته ۲۰۶ منډې هدف وټاکه

مس عينک د امو لوبډلې ته ۲۰۶ منډې هدف وټاکه

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو دويمه پلی آف لوبه د مس عينک زون او امو زون لوبډلو ترمنځ نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې روانه ده.

د لوبې په پيل کې پچه د امو زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عينک زون په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې احسان الله احسان ۵۲ ناسوځېدلې، عمران ۴۸، نور علي ځدراڼ ۳۴ او ضیا الرحمن ۲۹ منډې وکړې.

د امو زون له لوري ميروېس اشرف او سليم ۳-۳ او ابراهيم ۲ لوبغاړي وسوځول.

تر لنډې دمې وروسته به د امو زون لوبډله توپوهنه پيل کړي.




t