د عالیې او رنویر (Gully Boy) فلم اوسکار جایزې ته نوماند سو

د عالیې او رنویر (Gully Boy) فلم اوسکار جایزې ته نوماند سو

د بالیووډ د دوو ښکلو او ځوانو تکړه سېنمايي ستورو عاليې بهټ او رنویرسینګ (Gully Boy) فلم نړیوالي جایزې یعني اوسکار ته نوماند سوی دی. د عاليې او رنویر یاد فلم، چي تازه بازار ته راوتلی دی، د بالیووډ د نامتو ډایریکټرانو په شمول د نړیوالو سندرغاړو او د بالیووډ د مینوالو خاص پام ځان ته اړولی دی.

د هندي رسنیو د راپور په اساس چي یاد فلم یوازني هندي فلم دي، چي د ۲۰۲۰ م کال د اوسکار جایزې ته نوماند کیږي. رنویرسینګ د هغو ټولو مینوالو او هغو ټولو څخه چي د هغه فلم يي د اوسکار جایزي ته انتخاب کړی دی، ځانکړي مننه کړي ده.

هغه ویلي دي:(( موږ ډیر خوشحاله یو، چي زموږ (Gully Boy) فلم د ۹۲م نړیوال اکاډمیک جایزو ته نوماند سوی دی. د هندي فلمونو د فیدراسیون، اپرنا سین، سوپران سین، د جوری هیئت او زموږ د ټولي ډلي څخه ځانګړي مننه کوم.))

د بالیووډ تکړه ستورې عاليې هم د مبارکي پیغام پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی او د هغې مور هم عاليې ته لیکلي دي: (( زه په تاسواو ټولي ډلې ویاړم، دا چي یاد فلم اوسکار ته نوماند سوي دي نو دا په حقیقت کي یو حیرانونکی او د خوشحالي خبر دي.))

د

امریکايي سندرغاړی او د پریانکا چوپړا خاوند هم عاليې او رنویر ته مبارکي ویلي ده

پاته دي نه وي، چي امریکايي سندرغاړی او د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستورې پریانکا چوپړا امریکايي خاوند نیک جونز هم رنبیر ته مبارکي ویلي ده. د بالیووډ نوموتي ډایریکټر کرن جوهر هم یاد فلم د هغه د خوښي فلم یاد کړي او عاليې او رنبیر ته يي مبارکي ویلي ده. د بالیووډ نورو سېنمايي ستورو او غړو هم دواړو لوبغاړو ته مبارکیاني ویلي دي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t