ننګرهار پوهنتون کې د سولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

ننګرهار پوهنتون کې د سولې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

د سپتمبر ٢١مه د سولې نړيواله ورځ ننګرهار پوهنتون کې د قرانکريم په ختم د پاککارۍ په کمپاين، او د کرکټ په سياليو ونمانځل شوه.

ددې ولایت د مطبوعاتو مرکز وايي، ياد پروګرامونه، چې د دې پوهنتون سولې مرکز په نوښت جوړ شوي وو، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري، نورو مشرانو او د يو شمېر پوهنځيو رئيسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو په کې برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د يادو پروګرامونو د پرانيستې پر مهال د سولې د نړيوالې ورځې د نمانځې په تاريخي شاليد او په همدې مناسبت د مثبتو پروګرامونو د جوړېدو په ارزښت او اړتيا خبرې وکړې.

نوموړي وويل:

«د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون د علمي پروګرامونو تر څنګ د ټولنيزې سولې او د سوله ييز ذهنيت د خپراوي وياړ هم لري.»

ښاغلي بهسودوال د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز له مشرتابه او غړو استادانو او محصلينو مننه وکړه، چې د خپلو علمي او تدريسي مکلفيتونو سربېره د ټولنيزې سولې د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي.

سرچینه زیاتوي؛ د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د سولې مرکز مشر پوهنمل نعيم جان سروري نور ويناوال وو، چې د يادو مراسمو او پروګرامونو د ارزښت او اړتيا په اړه يې خبرې وکړې.

په پاى کې د (پاک او سوله ييز چاپېريال د ټولنې د عالي تفکر هېنداره) تر سرليک لاندې د پاکۍ کمپاين، په هېواد کې د تلپاتې او سرتاسري سولې د راتلو په موخه د نجونو په مرکزي ليليه کې د قرانکريم ختم او د ننګرهار پوهنتون او روښان لوړو زده کړو موسسې تر منځ د کرکټ سيالي ترسره شوه.



د سولې نړیواله ورځ ننګرهار پوهنتون
t