شاردا کپور: ”هڅه کوم د خلکو له انتقاد څخه لیري اوسم‟

شاردا کپور: ”هڅه کوم د خلکو له انتقاد څخه لیري اوسم‟

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې شاردا کپور چي پسله یوه کاله بیرته سېنما ته راغلې ده او دوه مشهور فلمونه لکه (Saaho او Chhichhore) يي مینوالو ته وړاندې کړه، چي د تود هرکلي سره هم مخامخ سوه. په خپل یوه تازه مرکه کي ویلي دي، په داسي حال کي چي د هنرمند سفر د بریا او ناکامي سره مل وي، خو بیا هم هڅه کوم، چي راباندي منفي اغیز ونه کړي او له انتقاد څخه لیرم اوسم.

نوموړي یوه خبري اژانس ته خبرو کي وویل: (( د یو هنرمند په صفت به تاسو له ډيرو انتقادونو سره مخ سي، که څه هم ښه کتنه ولری. ساهو فلم یو ښه فلم دي او خلکو هم خوښ کړ، که څه هم اولني کتنه ښه نه وه. همیشه به د هغه کار لپاره پر ما انتقاد کیږي کوم چي زه يي تر سره کوم. زه هڅه کوم، چي د خلکو د انتقاد څخه لیري اوسم. هغه وايي خوشحاله ده، چي د فلمي صنعت برخه ده.))

شاردا شاردا

شاردا کپور د بالیووډ سېنما یوه تکړه ستورې ده

پاته دي نه وي، چي شاردا کپور د بالیووډ د پخواني سېنمايي ستوری شکتي کپور لور ده. هغه اوس د بالیووډ د ځوانو تکړه ښځینه سېنمايي ستورو څخه ده او په بالیووډ کي د خاص شهرت لرونکې ده.



بالیووډ فلمي نړۍ
t