د مهوش ګډو انځورونو غوغا جوړه کړې

د مهوش ګډو انځورونو غوغا جوړه کړې

د مهوش د ګډو انځورونو غوغا راپورته کړې

له هغه وروسته چې د هندوستان او پاکستان سیاسي او ډپلوماټيکې اړيکې خرابې شوې د دواړه هېوادونو د سېنما لوبغاړي هم له تګ راتګه منع شول.

خو اوس یوې مشهورې پاکستانۍ اداکارې د بالیووډ سېنما وتلې فلمي ستورې پریانکا چوپړا له امریکايي خاوند نک جونس سره انځور اخيستی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غوغا جوړه کړې ده.

د رسنیو د راپورونو په حواله، مهوش حیات چې اوس‌ مهال رخصتي په امریکا کې له خپلې کورنۍ سره تېروي، هلته د هندي سېنما له نوموتې اداکارې پریانکا چوپړا سره یې د ټېنس لوبې د پرانيستې پر مهال ليدنه شوې او ګډ انځورونه یې اخیستي.

مهوش دا انځورونه د خپل اکونټ له لارې پر ټولنیزو رسنیو شریک کړي چې لسګونه زره کسانو پرې تبصرې لیکلي دي چې ځینو یې ملاتړ کړی او ډېرو مینه‌والو یې دا کار سم نه‌ دی ګڼلی.




t