خوست کې د زده کوونکو ترمنځ د ساينسي تجربو سيالي ترسره شوه

خوست کې د زده کوونکو ترمنځ د ساينسي تجربو سيالي ترسره شوه

د خوست ولایت اسمعیل خیلو اومندوزیو ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د ساینسي تجربو سیالۍ او د زده کوونکو له لوري جوړ شوي موډلونه نندارې ته وړاندې شول.

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د څړبن لېسې په انګړ کې د څړبن، محمد صدیق روهي، میټا خان، او خان مندوزي لېسو د زده کوونکو لپاره د ساینس مرکز له لوري جوړ شوی و، د پوهنې رئیس په ګډون پکې د سیمې ولسوال، د زده کوونکو والدینو، قومي مشرانو زده کوونکو او علم سلګونه مینوالو ګډون کړی ؤ.

د نندرتون د پرانیستې په مراسمو کې پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل،د مندوزیو ولسوالۍ یو له هغوی ولسوالیو څخه ده چې د پوهنې وضعیت پکې د پام وړ ښه دی.

ده وویل چې، له دې سیالیو او نندرتون یې موخه د زده کوونکو د استعدادونو غوړول او له کتابونو څخه په عملي ژوند کې د ګټې اخیستنې د هنر ور زده کول دي.
د پوهنې رییس ډاډ ورکړ چې په ټولو ښوونځیو کې به د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره دا ډول پروګرامونه جوړوي.

ورپسې د یادو لېسو زده کوونکو علمي تجربې ګډون والو لومړۍ تشریح او بیا عملي کړې او تر ۳۰۰ زیات په خپلو لاسونو جوړشوي موډلونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د پوهنې ریاست له لوري د یادو ښوونځیو په پروګرام کې ګډون والو زده کوونکو ته بېلا بېل کتابونه، قرطاسیه او د مکاتبو لپاره یې د ساینس لیبونو د لابراتوار مواد ورکړل شول.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د څړبڼ لېسې مدیر شیرنواز ته د هغه د ښو او غوره فعالیتونو امله د پوهنې ریاست له لخوا په ستاینلیک او تر څنګ یې د یادو څلورو لېسو امرین په ستاینلیکونو او د زده کوونکو د والدینو له لوري په نغدي ډالیو ونازول شول.




t