سریلانکا

سریلانکا

د سریلانکا ۳۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد نهه سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

حشمت الله نوري

سریلانکا د آسیا په جنوب او د هند په جنوب ختیځ کې د شمالي عرض البلدونو د ۶ او ۱۰ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۵ او ۸۲ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۷۵۲۳۶ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۱۲م لوی هېواد دی.

د سریلانکا د جنوبي او جنوب لوېدیځو برخو هوا توده- لنده او د شمالي او ختیځو برخو هوا یې وچه- توده ده. د دغه هېواد د منځنیو برخو هوا چې غرنی جوړښت لري، معتدله ده. دغه هېواد د اورښت دوه عمده فصلونه لري، لومړی له مې څخه تر اګست او بل له نومبر څخه تر جنوري پورې.

سریلانکا د هند د سمندر تر ټولو ستر ټاپو دی، چې له شمال څخه جنوب ته ۲۷۰ کیلومتره اوږدوالی او له ختیځ څخه لوېدیځ ته ۱۴۰ کیلومتره پلنوالی لري. د دغه هېواد ساحلي څنډې اوارې، خو مرکزي برخې یې په غرونو پوښلې دي. د دغه هېواد زیاته برخه په تېره بیا ساحلي څنډې ځنګلونه لري.

د سریلانکا پلازمېنه د کولمبو ښار دی او ټولټال دغه هېواد څه باندې ۲۱ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۳۳۴ کسان ژوند کوي.

د دغه هېواد ۲۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۷۶ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.

سریلانکا د اداري وېش له مخې پر نهو ولایتونو وېشل شوې ده. جفنا، کندي، واونیا، نیلاولي، ګالي، منار، پوتالام او چیلاوه یې مهم ښارونه دي.

د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی، اساسي قانون یې د ۱۹۷۸ ز کال د اګست په ۱۶مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر مایتریپلا دی، د دغه هېواد ولسمشر د شپږو کلونو لپاره په عامه رایو ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې ټول واک د ولسمشر په لاس کې دی، په سریلانکا کې د کابینې وزیران د ولسمشر لخوا د تشریفاتي لومړي وزیر په خوښه ټاکل کیږي.

د دغه هېواد ملي شورا یوه خونه لري چې ۲۲۵ غړي یې د خلکو لخوا د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي. د دغه هېواد د قضایه قوې په سر کې ستره محکمه ځای لري، چې قاضیان یې د قضایه خدماتو د اعلی کمېسیون او ولسمشر لخوا ټاکل کیږي. د دغه هېواد قانوني سیسټم د انګلستان، هالنډ، روم، اسلامي عاداتو او عادي قوانینو له مخې جوړ شوی دی.

ملي ولسواکه جبهه، د تامیل ملي جبهه، ملي متحده جبهه، د خلکو د خپلواکۍ متحده جبهه او د سریلانکا د خپلواکۍ ګوند یې مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي. دغه هېواد د ۱۹۴۸ ز کال د فبروري په څلورمه له انګلستان څخه اخیستې او اوس هر کال دغه ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.

د خپلواکۍ په وخت کې سریلانکا چای، ربړ او د کورني لګښت لپاره وریجې تولیدولې. په ۱۹۷۰ ز کال کې د کرنې محصولاتو د دغه هېواد په صادراتو کې ۹۳ سلنه ونډه درلوده. سریلانکا په ۱۹۷۷ ز کال کې د رهبري شوي اقتصاد پر ځای د صادراتو او وارداتو لپاره د آزاد بازار یا مارکېټ د اقتصاد اصول ډګر ته راوویستل.

د خوراکي توکو پروسس، ټوکران او جوړې شوې جامې،  څښاک توکي، د تېلي کمونیکشن وسایل او همدا راز د بیمې د موسساتو او د بانکونو شبکې په سریلانکا کې پوره وده کړې ده. په ۱۹۹۶ ز کال کې کرنیزو تولیداتو د سریلانکا په صادراتو کې ۲۰ سلنه برخه درلوده، په داسې حال کې چې ۶۳ سلنه صادرات ټوکران او ګنډلې جامې وې. په نوییمه لسیزه کې لومړی د دغه هېواد کورني ناخالص تولید وده ۱۶ سلنه وه، خو تر ۱۹۹۶ ز کال پورې د وچکالۍ او کورنۍ جګړې له امله دا رقم ۹ سلنه ته ټیټ شو.

د سریلانکا د ښارونو او کلیوالو سیمو تر منځ توپیرونه ډېر دي، دا توپیر ډېری په هغو سیمو کې ځوروونکی دی، چې په تېرو ۲۶ کلونو کې په جګړو کې ښکېلې دي او پرمختیایي کارونه پکې نه دي شوي. د سریلانکا دولت اوس هڅه کوي چې د کرنې په پراختیا او د کوچنیو او منځنیو فابریکو په جوړولو ډېره پانګونه وکړي، څو ملي تولیدات لوړ او خلکو ته کارونه پیدا شي. د سریلانکا دولت په عین وخت کې غواړي چې کورني او بهرني پانګه‌وال د سریلانکا په وروسته پاتې سیمو کې پانګونې ته وهڅوي او دوی ته حقوقي، اداري او امنیتي آسانتیاوې برابرې او یقیني کړي. د سریلانکا بودجه له څو کلونو راهیسې کسر لري، عامه خدمات کمزوري دي، اوږدو کورنیو جګړو په لکونو خلک بېځایه کړي، ملي تولیدات لږ دي، وزګارتیا ډېره ده او د ۲۰۰۹ ز کال نړیوال مالي بحران د دغه هېواد پر بودجه او پرمختیایي پروژو او پلانونو ناوړه اغېزه کړې ده.

په ۲۰۰۹ ز کال کې د سریلانکا کورنۍ جګړه پای ته ورسېده او ای ام اف موافقه وکړه چې دغه هېواد ته به ۲.۶ بلیون ډالره پور ورکړي. دغو پرمختګونو د سریلانکا د اسهامو پر مارکېټ ښه اغېزه وکړه، اوس دا مارکېټ د نړۍ د نامتو مارکېټونو په ډله کې ښه ځای لري، له دې سره د امنیت ډاډ ډېر شوی او پانګوال کار ته هڅېدلي ښکاري.

کیمیاوي محصولات، سیمنټ، کاغذ د لرګو پروسس، د نفتو چاڼ، ښیښه، خوراکي توکي، چای، کافي، بوره، بیسکېټ، بېړۍ، چرمي تولیدات، فلزي شیان، مخابراتي وسایل، ټوکران، لاسي صنعت، ربړ او ټایر د دغه هېواد مهم صنعتي تولیدات دي.

د سریلانکا ۱۵ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، پاتې نوره هغه یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې سیمو نیولې ده. د سریلانکا ۳۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد نهه سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.

وریجې، ګني، حبوبات، تېل لرونکې دانې، چای چې په نړۍ کې دویم ستر تولیدوونکی هېواد دی، ربړ، قهوه، شیدې، هګۍ، میوه، سابه او غوښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.

امریکا، انګلستان، المان، بلجیم او هند د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. سریلانکا ۲۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. همدا راز د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۴  او د انټرنېټ کود یې EK دی، چې تولټال یې دوه میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.

په سریلانکا کې دوه دولتي او لس خصوصي ټلویزیوني چینلونه شته. په دغه هېواد کې بهرني ټلویزیونونه د کېبل او سپوږمکۍ له لارې د فیس په ورکولو لیدل کیږي. د خصوصي راډیوګانو ترڅنګ، نورې ورځپاڼې، مجلې، مهالنۍ او میاشتنۍ هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي.

د سریلانکا له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶-۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري  او وړیا ده.

د سریلانکا یا پخواني سیلون او سراندیپ تاریخ ۲۶ پېړۍ مخکې پیلېږي. هغه وخت سینهالیانو چې د شمالي هند له طوایفو څخه وو، د دغه ټاپو اصلي اوسېدونکي لاندې کړل او هلته یې حکومت جوړ کړ. د سریلانکا لومړني سینهالي پاچا ویاجایا نومیده چې له میلاد څخه مخکې په پنځمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه. په ۱۲مه پېړۍ کې تامیلیان چې له جنوبي هند څخه د سریلانکا شمال ته راغلي وو، سینهالیان د دغه ټاپو جنوب ته په شا وتمبول او خپله یې په شمالي سیمو کې یو نوی حکومت جوړ کړ. د سینهالیانو او تامیلیانو تر منځ همغه دښمني تر اوسه روانه ده. په ۱۲مه او ۱۳مه پېړۍ کې مسلمان سوداګر دې ټاپو ته ورسېدل او څلور پېړۍ د دغه ټاپو سوداګري د دوی په لاس کې وه. دا وخت سریلانکا په اوو بېلابېلو برخو وېشل شوې وه چې هرې سیمې کولمبرو ته نږدې موقعیت درلود. له پرتګالي حکمران المید څخه د موریانو او تامیلیانو پر وړاندې د حمایت غوښتنه وشوه، پرتګالیانو د سینهالیانو مرسته وکړه او په بدل کې یې د څو بندرونو د جوړولو او د سوداګرۍ د چارو امتیاز تر لاسه کړ. په سریلانکا کې د پرتګالیانو واکمني ۱۵۰ کاله وروسته د هالنډیانو په لاس پای ته ورسیده. هالنډیانو ۱۴۰ کاله د سریلانکا مهم ساحلي ښارونه په خپل کنټرول کې وساتل او د پوځیانو په زور یې پر خلکو حکومت کاوه. دا پوځیان د هالنډ د ختیځ هند د کمپنۍ استازي وو چې مرکز یې په امستردام کې و. دې کمپنۍ سریلانکا په دریو برخو وېشلې وه، شمال برخه چې مرکز یې په جفنا کې و، لوېدیځه برخه او جنوبي برخه. په ۱۹۴۲ ز کال کې د سریلانکا د خپلواکۍ هلې ځلې د سینانایاکا په مشرۍ پیل شوې. نوموړي د خپل هېواد لپاره داسې یو اساسي قانون تدوین کړ، چې د انګلیسي مقاماتو لخوا ومنل شو. له دې وروسته بیا په ۱۹۴۷ ز کال کې د دغه هېواد نوی اساسي قانون د همغه لومړني قانون پر بنسټ جوړ شو. د ۱۹۴۷ ز کال په ډسمبر کې د سریلانکا د خپلواکۍ سند د انګلستان د پارلمان لخوا تصویب او دغه هېواد د ۱۹۴۸ ز کال د فبروري په څلورمه نېټه رسماً خپله خپلواکي اعلان کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو په کتاب کې د سریلانکا پېژندګلوي هډو نشته او داسې انګېرل کېږي چې د دې دواړو هېوادونو تر منځ هېڅ وخت سیاسي اړیکې نه وې او نه هم اوس شته.

له افغانستان څخه تر سریلانکا پورې د هوا له لارې فاصله ۳۱۸۳ کیلومتره او همدا راز  د کابل او کلمبو ښارونو تر مینځ د وخت توپير یو ساعت دی.




t