د ګوګل مانا وپېژنئ!

د ګوګل مانا وپېژنئ!

ګوګل په ټوله نړۍ کې د انټرنټ تر ټولو ډېره پلټونکې وسيله ده چې هر څوک پکې د خپلې خوښې وړ موضوع، انځور، ويډيو او نور مواد پلټي.

خو تاسو پوهېږئ چې د ګوګل کلمه څه مانا لري؟

په اصل کې ګوګل-Google ریاضیاتي کليمه ده چې له ګوګول-Googol څخه اخيستل شوې او د یوه کوچيني ماشوم له لورې را منځ‌ ته شوې ده.

د رسنيو د مالوماتو پر اساس مشهور ریاضي‌پوه ایډورډ کاسنر وايي، له یوه ماشومه یې پوښتنه وکړه که تر ۱ عدد وروسته ۱۰۰ سفرونه کېښوول شي، څه ورته ویل کېږي، په دې حال کې د هغه ماشوم له خولې د «ګوګول» په نوم کليمه اورېدل شوې ده.

د ګوګل-Google کمپنۍ د ګوګول-Googol کليمې په لږ توپیر سره داسې نوم کېښود، ځکه د لټون دا ماشین په بېلابېلو برخو کې په لسګونه ميلیونه مالومات وړاندې کوي.



ساينس او ټکنالوژي،معلوماتي
t