د هند تابیعت لرونکی پاکستانی سندرغاړی ۵۰ لکه جریمه سو

د هند تابیعت لرونکی پاکستانی سندرغاړی ۵۰ لکه جریمه سو

د هندوستان نوموتي او مشهور سندرغاړی عدنان سمیع د دې له امله د هند هیواد له لوري ۵۰ لکه هندي کالدارې جریمه سو، چي په هند کي يي په غیري قانوني توګه جایدادونو رانیولي وه. نوموړي دهند د یوي محکمې له لوري جریمه سوي دي.

هندي رسنیو راپور ورکړي، عدنان سمیع چي په اصل کي پاکستانی دی او هندوستان تابعیت هم لري، په ۲۰۰۳ مېلادي کال کي د بانکي اصولو برخلاف شاوخوا لس اپارتمانونه او د تم ځایونو ځمکې رانیولي وې، خو بانک ته یې خبر نه و ورکړی، چي دا د هندوستان له اصولو خلاف کڼل کېږي.

د سرچینو په حواله، هغه دا جایدادونه په کروړونو روپیو اخیستي وو، هندي رسنۍ وايي، که محکمې د هغه په زیان پرېکړه کړې وای، ټول جایداد به يي ضبط سوي واي او د دې تر څنګ به ۲۰ لکه هندي کلدارې جريمه کیداي، اما اوس محکمي هغه ۵۰ لکه هندي روپې جریمه کړاوجایدادونه ورته ضبط نه کړ.

ع

عدنان سمیع اصل کِي پاکستانی دی او د هند هیواد تابیعت هم لري

پاته دي نه وي، چيعدنان سمیع په پاکستان کې پیدا سوی، سندرې یې هم په یاد هیواد کي پيل کړې، خو بیا وروسته ممبيي ته کډه سو او د هند د تابیعت غوښتنه یې وکړه، چي د هند دولت له څو کلونو غور وروسته په ۲۰۱۶ م کال کي هغه ته د هند تابیعت ورکړ.



بالیووډ، پاکستان فلمي نړۍ
t