ستاسو تر ټولو ستره شتمني

ستاسو تر ټولو ستره شتمني

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې همدا اوس کوم څوک درنه پوښتنه وکړي، چې تر ټولو ستره شتمني مو څه ده؛ هغه ته به څه ځواب ورکړئ؟ که چېرې ناځاپه مو دې ته پام شي، چې یوه ستره شتمني مو تر لاسه کړې ده، هغو خوبونو ته په نه پام سره، چې د یادې شتمنۍ له پاره یې لرئ او تاسو همدا ګړۍ یو له سترو شتمنو کسانو څخه یاست، څومره به خوشاله شئ او څنګه به یې ولمانځئ؟
اوس دې ټکي ته پام وکړئ؛ تاسو داسې څه لرئ، چې له هغې څخه ډېر ارزښتمن دی، چې وکولای شئ تصور یې کړئ. اصلاً مهمه نه ده، چې څومره پیسې لرئ، هغه ارزښت، چې زه یې په اړه خبرې کوم، هېڅکله به ونه شئ کولای، چې بل کوم څیز یې ځای ناستی کړئ. ستاسو تر ټولو ستره شتمني ستاسو ژوند دی او دا چې فرصت لرئ، نن ژوند وکړئ، نو تاسو ځانګړي یاست، په دې نړۍ کې هېڅ انسان نه شو موندلای، چې په بشپړه توګه تاسو ته ورته وي او که چېرې په ټوله نړۍ کې وګرځئ، نه شئ کولای، چې داسې کوم څوک پیدا کړئ، چې ستاسو ځای ناستی شي، نو اوس خپله دا تر ټولو ستره شتمني څنګه لمانځئ؟ آیا نن او هر هغه څه، چې پکې دي، له لاسه ورکوئ؟
تاسو د دې ارزښت لرئ، چې د ځان له پاره د تر ټولو غوره ژوند وړاندیز وکړئ او په بشپړه توګه په تاسو پورې تړاو لري، چې څنګه چلند به وکړئ. تاسو په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوئ، چې ډېر نعمتونه او فرصتونه پکې شته، آیا اجازه به ورکړئ، چې تر ټولو ارزښتمنه شتمني مو ترې محرومه شي. په حقیقت کې چانس تاسو ته موسکا کوي او اوس دا تاسو پورې تړاو لري، چې هغه غواړئ او که نه.
په دې نړۍ کې هېڅ انسان شتون نه لري، چې په بشپړه توګه تاسو ته ورته وي او که چېرې ټوله نړۍ ولټوئ، نو داسې کوم څوک به پیدا نه کړئ، چې ستاسو ځای ناستی شي.



معلوماتي میاخیل
t