د قبر پېژندنه او عذاب!

د قبر پېژندنه او عذاب!

 

قبر په مشهوره اصطلاح کي د مځکي هغي برخي ته ویل کیږي چي مړی پکښي ښخ سوی وي، خو د نعمتونو او عذابونو د اثبات په بحث کي قبر له مرګ څخه وروسته د مړي د شتون ځای ته ویل کیږي، که خاص قبر وي او که بل ځای وي، لکه څوک چي په اوبو کي مړ سي او یا یو څوک له مرګ وروسته ځناور وخوري یا یې څوک وسوځي او داسي نور…

د قبر د عذاب د اثبات یو نبوي دلیل :
نبي کریم علیه السلام د دوو قبرونو سره تیرېدی نو ویې فرمایل : دغه دواړه مړي په عذاب کي دي، د داسي لویي ګناه له امله ورته عذاب نه ور کول کیږي یوه به د تشو متیازو یعني بولو له څاڅکو څخه ځان نه ساتی او بل به چغلي کوله. صحیح البخاري / ۱ _ ۲۲۹

اې بخښوونکې مهربان ربه جل جلاله!
موږ ته تر ټولو هر ډول ګناهونو راتېر سه؛ موږ وبخښه؛ موږ د چغلګرۍ څخه وژغوره؛ موږ د قبر د عذاب څخه وژغوره؛ موږ ستا په فضل سره جنت ته داخل کړه.امین




t