د چغندر خوراک مو د سرطان له ناروغۍ ژغوري

د چغندر خوراک مو د سرطان له ناروغۍ ژغوري

چغندر چې د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي، له ښه خوند او رنګ سره سره، د روغتیا لپاره هم ډېرې ګټې لري.

 چغندر د ويټامین A، B1، ‌B2، ‌B3 پر درلودلو سربېره، معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه هم لري. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل د زړه د ناروغيو مخه نیسي چې نن سبا په نړۍ کې تر ټولو خطرناکه ناروغي بلل کيږي.

څېړنو ښودلې چې د چغندرو خوړل کولی شي د وینې د لوړ فشار مخه ونیسي او ډاکټران یې د یوه ښه او بې ضرره خوراکي توکي په توګه ناروغانو ته توصیه کوي. طبي څېړنو دا هم ثابته کړې چې چغندر په لوړه کچه د سرطان له ناروغۍ مخنیوی کوي او د دې کورنۍ  ټول بوټي لکه، کرفس، کاهو، شاهي، موشک او د چغندر پاڼې کولی شي د وینې د لوړ فشار مخنیوی وکړي.

د فېزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته په وخت وینه ورسوي.

حميدالله حميدي




t