بند امير زون ته نوی سرپرست مسوول معرفي شو

بند امير زون ته نوی سرپرست مسوول معرفي شو

سيد مرتضی هاشمي د بند امير زون د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو. نوموړی چې د ماسټرۍ تر کچې يې لوړې زده کړې ترلاسه کړي، له تېرو ۶ مياشتو راهيسې يې په افغانستان کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ د ارشد مدير په توګه هم دنده ترسره کوله.

نوموړی له کرکټ سره اوږده مخينه لري، چې د ورزشي ټولنې د مشر په توګه هم پاتې شوی دی او همدا راز په افغانستان کرکټ بورډ کې يې هم دنده ترسره کړې ده، نو د بند امير زون لپاره د سرپرست مسوول په توګه معرفي شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي نوموړي ته د بند امير زون د سرپرست مسوول ټاکل کېدو مبارکي وويله او له هغه يې هيله وکړه چې په خپلو کارونو کې دې روڼتيا او شفافيت راولي او د کرکټ بورډ اصولو سره سم دې په دغه زون کې د کرکټ د ودې او نوو استعدادونو پیدا کولو په برخه کې کار وکړي.




t