مس عينک د بوست لوبډلې ته ۲۰۰ منډې هدف وټاکه

مس عينک د بوست لوبډلې ته ۲۰۰ منډې هدف وټاکه

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو پايلوبه نن د مس عينک زون او بوست زون لوبډلو ترمنځ د کابل په لوبغالي کې روانه ده.

په پیل کې د لوبې پچه د بوست زون لوبډلې وګټله او لومړی يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

مس عينک زون په ۴۴.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران ۴۷، افسر ځاځي ۴۳ او ابراهيم ځدراڼ ۳۰ منډې وکړې.

د بوست زون له لوري سميع الله شينواري ۴، يمين احمدزي او وقار الله اسحاق ۲-۲ او دستګير خان ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې نننۍ لوبه د افغانستان کرکټ بورډ د يوټيوب چېنل او فېسبوک پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.




t