د نړۍ تر ټولو ګرانبيه قهوه

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه قهوه

قهوه خو به مو ډېره څښلي وي، خو ځينې داسې قهوې هم شته چې څښل زموږ او ستاسو د وس کار نه دی، په دې خاطر چې ډېرې ګرانبيه وي.

جاپان کې د قهوې يو کوچنی دوکان ده چې له تېرو دوه لسيزو راهيسې د قهوې کاروبار کوي او مينه وال لري.

په ياد دکان کې د لرغونې کافي يوې پيالې بيه ۹۱۴ امريکايي ډالره ده.

جاپاني رسنۍ لیکي، د دې کافي کیسه هم ډېره پخوانۍ ده او هغه هم د یوې تېروتنې له مخې داسې واقعه را منځ‌ ته شوې ده. د دې دوکان څښتن کانجي تاناکا یوه ورځ په یخچال کې کافي ایښې وه او هېره شوې یې وه او شپږ میاشتې وروسته یې په یاد ورغلې وه.

راپورونه وايي، وروسته له شپږ میاشتو هغه له یخچاله کافي راو ايستله او له تویولو مخکې یې یو ځل څکلې وه، دې قهوې خپل خوند بدل کړی او ډېره خوږه شوې وه.

کانجي تاناکا اوس د کافي لپاره یو فلټر جوړ کړی چې په ډېر وخت سره تولیدېږي او ویل کېږي یو څاڅکی یې شاوخوا په نیم ساعت کې ترې بهېږي چې یوه پیاله ډکول یې څو ورځې وخت نیسي او خوند یې ډېر خوږ او چاکلیټي وي، خو بیه یې دومره ده چې د هر چا په وس پوره نه‌ده.




t