افغانستان درې اړخيزه سيالي له بنګله دېش سره په ګډه ترلاسه کړه

افغانستان درې اړخيزه سيالي له بنګله دېش سره په ګډه ترلاسه کړه

د افغانستان لپاره د بنګله دېش سفر له ګڼو لاسته راوړنو ډک و چې په ټېسټ لوبه کې يې بریا خپله او د درې اړخیزه شل اوریزه سیریز د بریا ټرافي يې هم له بنګله دېش سره په ګډه ترلاسه کړه.

په ځانګړي ډول دغه لوبلړۍ د ځوان ویکټ ساتونکي او توپوهونکي رحمن الله ګربز لپاره له لاسته راوړنو ډکه وه، ځکه دا د نوموړي لومړی نړیوال شل اوریز سیریز و چې افغان لوبډلې استازولي يې پکې وکړه او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

ګربز په دې لوبلړۍ کې ۴ شل اوریزې لوبې ترسره او ۱۳۳ منډې یې وکړې چې ۱ پنځوسیزه هم پکې شامله وه.




t