ایشواریا په خپل را راوان فلم کي ډبل رول لوبوي

ایشواریا په خپل را راوان فلم کي ډبل رول لوبوي

د هندوستان د ښکلا ملیکه او د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې ایشواریا راي بچن دا ځل په خپل را روان فلم کي ډبل رول لوبوي، د هغې را روان فلم (Mani Ratnam’s Ponniyin Selvan) دي چي د نوموړي په وینا هغه به په کي په لومړی ځل ډبل رول ولوبوي.

هندي رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي دي، چي نوموړي به په یاد فلم کي د کور د میرمني رول ولوبوي او په یو بل رول کي چي تر اوسه لا مشخص سوی نه دی رول ولوبوي. رسنۍ لیکلي، وايي کله چي نوموړي ته د ډبل رول لوبولو وړاندیز وسو، ایشواریا راي بچن ډیره حیرانه سوه او د دې فرصت څخه يي استفاده وکړه او قراداد يي امضاء کړ.

یش

ایشواریا راي بچن د هندوستان د ښکلا ملیکه هم پاته سوې ده

پاته دي نه وي، چي ایشواریا راي بچن د بچن کورنۍ مږور هم ده، نوموړي د بالیوود د پاچا امیتاب بچن مږور او د ابیشیک بچن میرمن ده او د نوموړي یاد را روان فلم د شوټینګ چاري به د راتلونکی کال په لومړیو کي پیل سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t