بوست زون ته هم نوی سرپرست مسوول معرفي شو

بوست زون ته هم نوی سرپرست مسوول معرفي شو

احمدضیا ضیا د بوست زون د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو. نوموړی چې په اداره او سوداګرۍ کې د لسانس تر کچې لوړې زده کړې لري، له تېرو ۸ مياشتو راهيسې په بوست زون کې د مالي او اداري په توګه دنده ترسره کړې او تر ارزونې وروسته د یاد زون سرپرست مسول وټاکل شو.

ښاغلي ضیا تر دې وړاندې هم پخپل زون کې د کرکټ لپاره ګڼ خدمات ترسره کړي چې بیا د یاد زون د مالي او ادارې برخې ته ټاکل شوی و او اوس تر یوې هر اړخیزې څيړنې وروسته د بوست زون د سرپرست مسول په توګه په دنده وګومارل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي نوموړي ته د بوست زون د سرپرست مسوول ټاکل کېدو مبارکي وويله او له هغه يې هيله وکړه چې د یاد زون ځوانو استعدادونو په پيدا کولو کې پوره هلې ځلې وکړي او همدارنګه دې د زون اړوندو ټولو ولایاتو کرکټ ودې او بهبود لپاره منظمه برنامه جوړه کړي.

 




t