غذایي مسمومیت څه شی دی؟

غذایي مسمومیت څه شی دی؟

داسې فکر وکړئ چې څو شېبې مخکې مو خوندور برګر خوړلی، اوس هېڅ ښه احساس نه لری؛ معده مو درنه ده، سر مو ګرځي او…، پوه شی چې تاسې مسموم شوي یاست. هر څوک په ژوند کې لږ تر لږه یو ځل مسمومېدلی شي. غذایي مسمومیت بېلابېلې نښې لري. خفیف مسمومیت، ښايي له درملنې پرته د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړ شي، خو  شدید مسمومیت یا هم د ماشومانو او امیدوارو مېرمنو مسمومیت بیا جدي درملنې ته اړتیا لري.

غذایي مسمومیت يوه نسبتاً عامه ناروغي ده چې د ککړو، فاسدو او یا هم زهرجنو خوړو تر خوړلو وروسته پېښېږي. د دې ناروغۍ تر ټولو لویې نښې نس ناستی او استفراق بلل کېږي چې د سر ګرځېدل هم ورسره ملګري وي. د مسمومیت نښې نښانې بیا د عفونت له سرچینې سره تړلې دي او کېدای شي له یوه ساعت څخه تر ۲۸ ورځو پورې دوام وکړي. که غذایي مسمومیت زورور وي، کېدای شي نښې نښانې یې توپیر وکړي. که د ناروغ کس نس ناستې له دریو ورځو زیاته شي، تبه یې له ۳۹ درجو لوړه وي، په خبرو کولو کې یې بدلون راغلی وي، ادرار یې کم او وینه پکې راځي، خوله یې وچېږي او د بدن اوبه یې کمې شوې وي، نو پوه شی چې ناروغ له شدید غذایي مسمومیت سره مخ شوی او ژر تر ژره باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

حميدالله حميدي




t