هلمند والی: په دې ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هراړخیز چمتوالی نیول شوی

هلمند والی: په دې ولایت کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره هراړخیز چمتوالی نیول شوی

یادي څرګندوني د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وکړې چي په یاد کنفرانس کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان برید جنرال ذبیح الله مهمند ، هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندی ، د ملي امنیت ریئس انجنیر محمد طاوس خان، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مشر شبیر احمد حامد او ګڼو نورو امنیتي چارواکو هم ګډون کړی وو.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان خبرې کنفرانس پرمهال وویل: په هلمند کې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوي ترڅو د ټاکنو په ورځ خلک په ارامه فضا کې خپله رایه وکاروي.

«ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: په دې ولایت کي د ټاکنو کمپاینې غونډو پرمهال هم امنیت تامین وو او هیڅ ډول پېښه نده رامنځ ته شوې او همدا ډول به د ټاکنو په ورځ هم په پوره ډول امنیت نیول شوی وي او ولس دي په ډاډه زړه ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته دي رایه ورکړي.»

«همداشان د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان بریدجنرال ذبیح الله مهمند وویل: د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي سرتیري ځای پر ځای شوي دي ترڅو د ټاکنو په ورځ کلک امنیتي تدابیر ولرې ».

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان زیاته کړه: په ډیرو ولسوالیو او سیمو کې عملیات ترسره شوي، هغه ډاډ ورکړ چي په امنیتي برخه کې هیڅ ډول ستونزه نشته ټول ځواکونه په پوره همږغۍ سره خپلې ورسپارل شوې دندې مخې ته وړي.

«ددې ترڅنګ د هلمند امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندي وویل: ټول امنیتي ځواکونه د ترتیب شوي امنیتي پلان له مخې خپلې دندې مخې ته وړې د هیڅ ډول تشویش او نا امنه وېره نشته.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مشر شبیر احمد حامد د خبرې کنفرانس پرمهال وویل: ټاکنو کمېسیون خپلې ټولې تخنیکي چارې بشپړې کړې او امنیتي ځواکونو هم ورته ډاډ ورکړی چي د ټولو ټاکنیزو مرکزونو امنیت به خوندي وي.




t