ایا پوهيدلاست؟

ایا پوهيدلاست؟

ګازي مشروبات لکه؛ پیپسي، کوکاکولا، ډیو او داسې نور… هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا کوي، وزن زیاتوي، د شکر مرض پیدا کوي، له زیات استعمال څخه یې ډډه وکړئ.

زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده، سمه خبر دا ده چې، زخم صفا او بیا پټۍ شي چې ژر جوړ شي.

په پوزه چې کله وینه راماته شي؛ نو سر په عادي حالت کې پریښودل پکار دي، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي.

د ماشوم لپاره د طاقت دوایانې ضرر لري؛ ځکه دغه دوایانې د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي.

درد د کنټرول دوایانې (پیناډول، بروفین) قوت سامعه (د اورېدلو قوت) کمزوری کوي، په خاص ډول د ښځو.

ګلپي: د ګلپي خوارک په بدن کې یو ډول کیمیاوي ماده خوروي (ضرري استروجین) چې د سرطان سبب ګرځي.

شین چای: په شین چای کې داسې مواد دي چې، د سرطان مخنوی کوي.

ماهی، مڼه، انګور، الوچه، توت بری، پالک، داسې خواراکونه دي چې، دماغ او د یادښت قوت زیاتوي.

په غوږونو کې ډکي وهل اکثر د انسان د مرګ سبب ګرځي؛ ځکه دې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات (سوزخ) پیدا کېږي.

دا خبره غلطه ده چې، د خوراک په منځ کې او وروسته اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي؛ بلکي صحيح خبره دا ده چې، اوبه هیڅ ډول تکلیف نه پیدا کوي، که د ډوډۍ څخه مخکې وي او که وروسته.

هره ورځ دېرش۳۰۰ دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شکر مرض مخنوی کوي او هم د وینې د فشار مخنوی کوي، او کولیسټرول ختموي.

اوږه او پالک: قوت مدافع په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخنوی کوي.

د ماشومانو لپاره د جاولې تېرول، زیاتره وخت د کولمو د بندیدو سبب ګرځي چې، د اپرېشن څخه بغیر یې بل علاج نه وي، هڅه وکړئ چې، ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ.

د خوب په وخت کې چې فعال (چالان) مبایل سر ته نژدې وي؛ نو شل سلنه ۲۰۰٪ د مازغو د سرطان سبب جوړېږی.

د شپې لخوا چی ادرک په اوبو کې وجوشول شي او بیا وڅښل شي؛ نو کولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي.

سهر په نهره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د کمي ځای نیسي چې، د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا کوي.

 




t