ګېم‌ اف ترون؛ د کال غوره سریال ونومول سو

ګېم‌ اف ترون؛ د کال غوره سریال ونومول سو

د آمریکايي سریال ګیم اف ترون اداکارانو د (Emmy) په نوم په یو نړیوال د جایزو ننداره کي ډيري جایزې وګټلي. دا سریال په تیرو تاریخي کیسو باندي جوړ سوي دي. دا سریال چي په ډير زحمت جوړ سوی او د نړۍ په سطحه ډير مینوال لري او لا هم يي مینوال په ډيریدو دي.

د ګیم اف ترون سریال اته فصله جوړ سوي دي او امکان لري چي نور یي هم د وخت په تیریدو جوړ سي. د یاد سریال مینوال ته یو ښه زیري دا دي چي یاد سریال د (Emmy) په نوم په یو نړیوال د جایزو په ننداره کي ډيري جایزي وګټلي او هم يي د کال د غوره سریال نوم خپل کړ.

که څه هم یاد سریال سږ کال دوولس بېلابیلي نوري جایزي هم په خپل نوم ثبت کړي دي، خو دا لومړی ځل دی، چي د ((Emmy) په نوم نړیواله جایزه خپلوي.

کنګ ان دې نارتهـ، مدر اف ډریګن او ده لاسټ لینسټر په نوم غوره اداکاري په دې سریال کې سوي دي، خو د ټیرین لینسټرجیسا په رول کې د ښې اداکاري له کبله پیټر ډنکلیج ته د غوره مرستیال انعام ورکړل سو.

یم

کیم اف ترون سریال ډيري جایزي وګټلي

پاته دي نه وي، یاد اته فصله سریال د نړۍ په سطحه تر ټولو ډير خوښ سوی او ډیري لیدل سوي سریال دي، چي د افغانستان تر څنګ په ټوله نړۍ کي ډير زیات مینوال لري او د یاد سریال مینوال لا هم په زیاتیدو دي.



فلمي نړۍ هالیووډ
t