نوی قاتېدونکی ځيرک مبايل بازار ته وړاندې کېږي

نوی قاتېدونکی ځيرک مبايل بازار ته وړاندې کېږي

د ځیرکو موبایلونو مشهوره کمپنۍ سمسونګ د روانې مېلادي میاشتې په ۲۷مه نېټه قاتېدونکی موبایل بازار ته راباسي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، دا موبایل په لومړي سر کې یوازې په امریکا کې بازار ته وړاندې کېږي، بیه یې ۱۹۸۰ امریکايي ډالره اېښودل شوې او پنځم نسل یا ۵G سېسټم هم لري.

تر دې مخکې یادې کمپنۍ د مبايلونو بېلابېلې نمونې بازار ته وړاندې کړي دي.




t