تاسو مې واورېدئ، اوس ماته غوږ شه!!!

تاسو مې واورېدئ، اوس ماته غوږ شه!!!

د لرې پښتونخوا تکړه ليکوال نورالبشر نويد ته کلونه وړاندې د افغانستان د وخت حاکم ډاکتر نجيب الله يو ليک ليکلى و، نويد صيب د پېښور په يوه اخبار کې يو کالم( ماته غوږ شه) تر سرليک لاندې ليکه، اول ارواښاد ډاکتر نجيب الله ته غوږ شئ او بيا ماته!

محترم نورالبشر نوید صاحب !

تاته غوږ شوم !

که تا زما وطن لیدلی نه دی، ولې د روان زمان په څپرکي زما د وطن عظمتونه او ننګونه بربنډوې؟

مګر ما هم ته لیدلی نه یې خو انسان ته ستا د درد او رنځ نه ډک احساس کې او ستا د فصاحت او بلاغت نه ډکو الفاظو کې هغه حقایق څرګندیږي او ځلیږي چې حتماً به ستا د وطن ماشومان پې نازیږي.

دا دی ستا نوید

خو زه ؟

ماته هم غوږ شه !

زه :

په لاره ځم ټوله شرنګېږم

ستا د تهمت ځنځیر په غاړه ګرځومه

او ددې ځنځیر د شرنګهار نه یو بل آواز هم راپورته کیږي چې :

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه

په ویالې کې دې زوال وینم نهنګه

خو دا ګرځېدا استقامت او د غره سینه غواړي، نو ځکه :

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

او بیا ؟

بیا بدبین د اوبو نیمايي جام ته نیم خالي جام وايي خو خوشبین همدغه د اوبو نیمايي جام ته نیم ډک جام وايي

نتیجه ؟

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

دا دی د امن لپاره زما نوید

دا و ستا سلام ته زما کلام

نجیب الله

نويد ته غوږ شوم، تا ته هم غوږ وم، خو اى د نجيب اروا اوس ما ته غوږ شه!

ستا هغه ټپه چې تل به دې په شونډو وه:

په لاره ځم ټوله شرنګيږم

ستا د تومت ځنځير په غاړه ګرځومه

ريښتيا هم له دغه ځنځيره څه بل شان غږ پورته کېده، د دغه نرم او ملايم غږ په رموزو يوازې ته پوهېدې، د تومتونو د دغه ځنځير غږ د ډېرو غوږونو حس کړى و، خو تعبيرونه يې بدل وو، چا دغه غږ د مينې په خواږه غږ بدلول غوښتل او چا د کرکې په کريغه بدل کړ خو …

کوچنى وم، نه مې هم ته پېژندې او نه هم د زمان په مکارۍ پوهېدم، زلمى شوم، ته مې وپېژندې، د زمان پر هر مکر پوى شوم او له پيله تر پايه مې ټوله زمانه ولوسته، د تېرو په اړه مې قضاوت وکړ او د راتلونکي لپاره مې فکر وکړ، خو لا مې هم ستا د تومت د دغه ځنځير شرنګهار هغه سپيڅلى تعبير چې تا ترې اخيستى و، په خپلو الفاظو کې راونه ټوکاوه.

خو زه؟

زه:

په لاره ړنګه بنګه درومم

دا مستي نه ده د يار غم خوړلې يمه

اى ته مې واورېدې، پر تا مې فکر وکړ، د زغم لپاره مې هم سوچ وکړ خو په ريښتيا هم تا ښه منطق وړاندې کړى و:

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه

په ویالې کې دې زوال وینم نهنګه

په ماشومتوب کې به مې چې ستا دا منطق اورېده نو فکر مې کاوه چې له لويه دريابه خو کوچنۍ وياله ښه وي، په اسانۍ سره به په کې لامبو ووهل شي،پيچومي او سختۍ به نه وي ، خو نه! اوس پوى شوم چې د لويو خلکو لوى کارونه وي، ريښتيا هم دا چاره استقامت غواړي او ستا په وينا چې د غره په څېر سينه غواړي، خو اى ماته غوږ شه! تا تر اخره هڅه وکړه چې په لوى درياب کې واوسې او په لوى درياب حاکم شې، خو هغوى چې کوچنۍ ويالې ته راکش کولې ته ولې غلى وې؟ ايا تا خپل زوال نه کوت؟

ستا له زوال وروسته لا هم زما د وطن زمانه په زوال روانه ده،ته زوال شوې، زه په زوال يم او …
د دريابونو لامبوزن وم

اوس د ويالې اوبه مې وړي ژړا راځينه

اى! ريښتيا هم زموږ پر حال ژړا پکار ده، هو! تا اوس زما خوار وطن نه دى ليدلى، تا خو د زړه له درده نويد ته ويلي وو: (ولې د روان زمان په څپرکي زما د وطن عظمتونه او ننګونه بربنډوې؟)

ماته دا جمله ډېره حيرانونکې وه، ځکه اوس هغه پخوانى وخت نه دى، اى د نجيب اروا! اوس هر څۀ تالا ترغه شوي دي، ځينې يې ښه پټ شول او ځينې يې داسې بربنډ شول چې تا به يې هېڅکله هم فکر نه و کړى.

خو زه؟

زه:

هاغسې نه يمه جانانه

که نن سبا دې وليدم ليونۍ يمه

اى ستا دغې ارادې ته مې دې سلام وي چې ويل دې:

لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم

که خزان راباندې راشي که بهار

ريښتيا هم مستقيم په خپل مکان پاتې شوې، د زمان ګردجنې هوا،ناترسه شغلو او بې وخته خزانونو دې په ارادې کې هېڅ فرق رانه ووست، خو يوازې همدومره چې وطن دې له سورې بې برخې شو.

خو اوس ستا په څېر څوک په خپل مکان نه پاتې کيږي، دوى د موسم له هرفصل سره خپل رنګ بدلوي، کله خزان او کله بهار ،خو ستا د خوار وطن بچى تل خزان وي…

نن دې له روحه ډېره زياته بخښنه غواړم، چې هرې خبرې ته دې ځواب وايم، د ځينو سره دې موافق يم او ځينې دې ردوم، خو اى پوهېږې! نن ستا د عظمتونو،ننګونو او عزتونو د ډکې خاورې هر بچى خزان دى، خفه نه شې زه بدبين نه يم! ځکه تا خو ويلي :

بیا بدبین د اوبو نیمايي جام ته نیم خالي جام وايي خو خوشبین همدغه د اوبو نیمايي جام ته نیم ډک جام وايي.

نتیجه ؟

څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

زه نيم جام ته نيم خالي جام نه وايم، بدبين نه يم او نه هم ناهيلى يم، خو لکه څرنګه چې زمانې فرق کوي همداسې زما او ستا نتيجې فرق کوي.

نتيجه؟

نن په ډېر افسوس سره وايم، چې نه هم څانګه ګل شوه او نه هم ستا ارمانونه پوره شول، تا چې د څانګې په سر کې کومې سرې غوټۍ ليدلې وې هغه اوس رژيدلي …

خبر مې واخله خوږه ياره

لکه د زيړو ګلو ونه وچه شومه

دا و ستا کلام ته زما سلام

دا و ستا د نجیب وطن اوسنی حال

محبوب شاه محبوب




t