د شپږيزې ليګ مهالوېش خپور شو

د شپږيزې ليګ مهالوېش خپور شو

د افغانستان د شپږيزې ليګ چې په نزدې راتلونکي کې به پر کور دننه پيل شي، کرېکټ بورډ يې مهالوېش خپور کړ.

د کرېکټ بورډ اداره وايي، دغه جالبې او په زړه پورې لوبې به د اکټوبر په اوومه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۸مې پورې دوام ومومي چې له ملي ټلویزیون به یې هم په ژوندۍ بڼه ننداره کړئ.
راشئ او خپل اتلان د کابل په کرکټ لوبغالي کې له نږدې وهڅوئ.

شپږيزه ليګ پر کور دننه زيات مينه وال هم لري.




t