د توپانونو د مخنيوي چاره لټول شوې

د توپانونو د مخنيوي چاره لټول شوې

د رسنيو د راپورونو په حواله، داسې نوې لارې چارې لټول شوي دي، ترڅو د توپانونو مخه ونيول شي.

راپورونه وايي، د «ایل نینو» په نوم عمل داسې عمل دی چې د هغې په وسیله د بحرالکاهل اوبه تودېږي او ختیځ لوري ته حرکت کوي چې په دې سره له یوې خوا په امریکا کې سمندري توپانونه زیاتېږي او له بلې خوا په اندونیزیا او فېلپین کې د بارانونو کمی پیدا کېږي.

په همدې ترتیب دا عمل کله یو کال ډېر زیات بارانونه ورېږي او یو داسې وچ وي چې هيڅ باران پکې نه کېږي، خو اوس په جنوبي کوریا کې د کونم ملي پوهنتون پروفیسور یو ګوین او د هغه ملګرو د مصنوعي ځیرکتیا داسې سيسټم جوړ کړی دی د ایل نینو په اړه یو کال وړاندې اټکل کولای شي.

په دې اټکل مالومولو سره انسان کولای شي، د زیات مالي او سر زیان د خوندي کولو لپاره له وړاندې چمتوالی ونیسي.




t