د دولت سره د ملت همکاري څومره اړینه ده؟

د دولت سره د ملت همکاري څومره اړینه ده؟

ثناءالله مخلص سیاسي شنونکی

دولتونه له ملتونو رامنځ ته کېږي، چېري چي ملت نه وي، هلته دولت هم نسته، زه به دلته یو بل ټکي ته هم اشاره وکړم، زموږ زیاتره خلک او آن ځیني سیاسیون، نظام، دولت او حکومت دا درې سره یو ډول تعریفوي، خو په اصل کي دا درې سره بېل دي. راځم ستاسو د پوښتني جواب ته، له دولت سره د ولس همکاري بېخي اړینه ده، د دولت ستون فقرات، یا د ملا تیر ملت دی، هغه ځکه که ولس دولت ته مالیه ورنه کړي، همکاري ورسره ونه کړي، دولت په اتومات شکل سقوط کوي. په ټوله نړۍ کي دولتونه د خپلو خلکو په ټکس، یا مالیه ولاړ او پر مخ ځي، دولتونه د نورو هیوادونو په خیراتي پیسو تر ډېره دوام نه سي کولای. بل اړخ حکومت دی، چي هغه له درې ګونو قواوو څخه جوړ دی، چي په هغه کي هم د ولس همکاري اړینه او مهمه ده، که ولس خپل نظام ته وفاداره، حکومت سره همکاره، دولت ته ژمن واوسي باوري یم، چي رواني ستونزي او ناخوالي به تر ډېره کمي سي. بدبختي دا ده چي له یوې خوا مو د حکومت په رهبري کي سخت مشکلات دي، له بلي خوا ولس له حکومت څخه فاصله ایجاد کړې ده، نو ځکه ستونزي وجود لري. یو لنډ مثال د امنیتي ستونزو د مخنیوي په اړه درته وایم، که چېري د حکومت نظامي مامورین له ولس سره قانوني او ښه سلوک وکړي، ولس له حکومتي نظامي چارواکو سره همکاري وکړي، په هغه حوزه او سیمه کي به هیڅ امنیتي مشکل پېښ نه سي، ځکه ولس چي هر شکمن کس او ترهګر ویني، حوزې ته حال ورکوي، حوزه هغه نیسي، د اطلاع ورکوونکي هویت پټ ساتي او کوم ضرر نه ورته رسوي، په هغه صورت کي هغه بله ورځ بیا تشویقېږي او معلومات ورکوي، ځکه امنیتي چارواکي د ځان او د ټولني خادمان او رښتيني بولي، که چېري برعکس چلند لکه اوس چي زموږ په زیاترو ټولنو کي رواج سوي، چي هم اطلاع ورکړي، هم یې بندي کړي، بیا هیڅوک امنیتي چارواکو ته زړه نه ښه کوي. حکومت باید ولس د ځان کړي، ولس باید حکومت د ځان وبولي، په نتیجه کي به هم همکاري قایمه وي او هم به د ډېرو ستونزو مخه نیول سوې وي. په کومو هیوادونو او ټولنو کي چي حکومت او ولس تر منځ فاصله پیدا سوې، هغوی حتمي د نابودۍ خوا ته تللي او بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې، نو د ولس او حکومت همکاري اړینه نه، بلکي د یو ښه ثبات او پرمختګ له پاره فرض ده.

عبدالحکیم الفت مدني فعال

د دولت سره د ملت همکاری سل فیصده آړینه ده، که چېري د دولت سره ملت همکاري او ملګرتیا ونه کړی، ملت به د ډېرو ناخوالو سره مخ وي، خو دا هم بايد په یاد ولرو، چي د ولس پرته دولت هیڅ هم نه سي کولای، نو راسئ چي د دولت سره همکاري وکړو، تر څو دولت او ملت دواړه د خوښيو ډک ژوند ولرو، د شته ستونزو او ناخوالو مخه په ټولو ونیسو، یوازي دولت هم په دې تورن نه کړو، چي آیا دولت څه کړي دي، دولت د ملت د همکارۍ څخه پرته د ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي، کله چي دولت مشکلات ولري، نو معلومداره خبره ده چي په هغه مشکلاتو کي بیر ته ملت سوځي، تاسو راسئ دنیاوالو ته متوجه سی، د هغوی ولسونه د خپل دولت سره په هره برخه کي اوږه پر اوږه ولاړ دي او همدا دليل دی چي نړيوال نن ورځ دواړه ملت او دولت د هر ډول مشکلاتو څخه په امن دي .یوه خبره به بله هم اضافه کړم او هغه دا چي الحمدالله ملت هم د پخوا په پرتله اوس ویښ دی او په دې پوهېږي چي د خپل ژوندانه لپاره څه وکړي، ځوانانو مو تعلیم وکړ، کوچني اولادونو مو په ډاډه زړه په خپله خوښه تعلیم ته مخه کړې ده او مکتبونو ته ځي او په دې امید يو چي يوه ورځ به خوښ او خوشحاله ژوند ولرو.

نیازمحمد زیارمل د زابل ولایت د ځوانانو چارو آمر

دولت او ملت دوه هغه‌نه بېلېدونکي عناصر دي چي له مخي يې د دواړو چاري تنظيمېږي. دولت له ملت څخه‌ جوړ دی، چي د دولت سيسټم او دستګاه‌‌ د ملت د مټو په زور جوړه او چلېږي. نو ويلای سو چي ملت دی، چي دولت او حکومت يې پر بينا لارو رهبري کړی دی. که ملت له دولت څخه فاصله اخلي او له چارو او آوامرو څخه يې بېزاري ښيي، نو دلته ده، چي دولتي کارونه ټنکي کېږي او مخته په سمه توګه نه سي تلای. زما په نظر، چي ملت د دولت هغه اساسي مزی دی، نو ملت ته پکار ده چي د دولت ملاتړ او حمايه وکړي او په څنګ کي يې دولتي دستګاه داسي جوړه کړي، چي د بهرنيو ‌له‌ جاسوسۍ څخه خلاص افراد قرار ومومي. هغه وخت چي ملت له دولت او دولت له ملت څخه ناخوښه وي او په چارو کي يې همغږي هيڅ موجوده نه وي، د پرمختګ نظريه له سره هيڅ امکان نه سي درلودلای. زما هم له ملت څخه او هم له دولت څخه ارزو ده، چي په خپلو کي سره يو سي، چي په دې سره به مو ټولي چاري ګړندۍ سي.

 هدایت الله هادي د پوهنتون استاد

ټول دولتونه د خپل ملت د رفاه او آرامۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي او په دې هڅه کي وي چي د نړۍ او عصر د تقاضا سره سم هر ډول امکانات او سهولتونه ورته برابر کړي، هغه دولتونه چي د خپل ملت پوره همکاري ورسره وي تلپاتي او د راپرځېدو څخه خوندي پاتي سوي دي، ورسره خوا کي ملتونه هم د پرمختللي او هوسا ژوند څخه برخمن وي. دا چي په هره ټولنه کي هر ډول او د هري طبقې کسان ژوند کوي، نو طبيعي ده چي د غوښتنو ډول به یې هم بېل وي، په فطري ډول هم هر انسان او د ټولني هره طبقه کوښښ کوي، چي تر نورو د لازیاتو امکاناتو څخه ځان برخمن کړي او د ټولني نور وګړي تر خپل تاثیر لاندي راولي. دولت د ټولني او ضاع ته په کتلو سره او د مساویانه خدماتو د وړاندي کولو او په نظر کي نیولو سره د زورواکو او ناقانونه وسله والو دا ډول غوښتنو ته ځواب نه سي ویلای، نو په دې صورت کي د ټولني د یوې کتلې وګړو او دولت د ګټو تر منځ ټکر رامنځ ته کېږي، چي ورو ورو دا موضوع په لوی تشنج بدلېږي او په نتیجه کي د دولت او ملت تر منځ یوه فاصله ایجادېږي او ستونزمنه وي چي ټول ملت دي په واحده توګه د دولت او ملي ګټو څخه په یوه خوله ملاتړ وکړي. کله چي په دې ونه توانېږي، نو طبيعي ده دغه کتله وګړي چي د نورو څخه مرسته غواړي او د سیمي د استخبارتو په لمنو کي ځان وراچوي، تر څو دولت په سته زور تهدید کړي او خپل ګټي خوندي کړي. هر هغه هیواد چي تازه د ترقۍ او ښېرازۍ په لور نوي ګامونه اخلي، طبعي ده چي د سیمي او ګاونډ هیوادونه به ورسره په رقابت کي لوېږي، په مستقیم ډول که د دې پرمختکونو مخه که نه سي نیولای، د خپل نفوذي ډلو په واسطه یاد پرمختګونه ټکني کوي. د دولت سره د یوه واحد ملت همکاري د ټولني په هره برخه کي اړینه ده، دا چي ملت د ټولني د افرادو د بېلابېلو قشرونو څخه تشکیل سوی دی، د یوه او بل همکاري لازم او ملزوم ده، په عین وخت کي دولت ته لازمه ده چي د خپل ملت د زړونو د لاسته راوړلو لپاره د داسي طرحو څخه کار واخلي چي په پایله کي ملت پر خپل دوت باور وکړي، دولت دي د ملت اولیه ضرورتونه درک او د پوره کولو لپاره دی یې کوټلي ګامونه واخلي، تر څو ملت دا حس نه کړي چي ګني د دولت خپل ملت هیر دی او د دوی غوښتنو ته رسېدګي نه کېږي. همدا ملتونه دي چي حکومتونه یې تشکیل کړ ي دي او په ځینو تنګو او ناچارو وختونو کي یې مستبد رژیمونه راپرزولي دي او پر ځای داسي حکومتونه رامنځ ته کړي چي د ټولني د وګړو غوښتنو ته یې ځواب ویلی او ورسره یې جوخت د ټولني هر فرد ځان په دولت کي لیدلی او یا لږ تر لږه یې د دوی ګټي خوندي او د هر ډول تېري او نابرابریو څخه یې خوندي کړي دي. دا چي اوس موږ په ډېزو حساسو او نازکو شېبو کي قرار لرو، ایله د دولت ستني تازه ټینګي سوي دي، نهادونه او بنسټونه یې معلوم او یو نړیوال حیثیت یې پیداکړی دی. په ورته وخت کي دښمن په کمین کي ناست او د نفاق اور ته لمن وهي او جګړه روانه ساتي، تر څو ملت له هر ډول سهولتونو څخه بې برخي او ملت پر خپل دولت بې باوره سي او بالاخره ملت له دولت څخه فاصله ونیسي. جنګ جګړو له ملت لار ورکه کړې ده او یرغمل پاتي سوي دي، د روانو ناامنیو د له منځه وړلو لپاره لازمه ده چي د قومي اثر رسوخه مشرانو څخه په استفادې هر ډول واټن لېري او پر ځای هر اړخیزي همکاري ته زمینه برابره سي، ملت باید په پراخ نفوذ سره خپل نامعلوم برخلیک معلوم کړي او د نظام،موجوده حکومت او دولت سره د امن او سولي په راوستلو کي پراخه ونډه واخلي او خپله همکاري جاري وساتي. په سیمه کي پردي استخبارات او شاوخوا ۲۶ تروریستي ډلي فعالي دي چي وخت ناوخته افغان دولت ته جدي ګواښ پېښوي او پر عام المنفعه تاسیساتو باندي بریدونه کوي، دولت به په یوازي ځان څه وکړي، کوم ګواښ به رفع کړي، نو بنا ملت دی چي په ګډه دي هر څه ته د پای ټکي ږدي او دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي، ملت ته کارموندنه، ازاد بازار، امنیت، د دولت په اولیتونو کي راځي، نو ملت ته هم پکار ده چي د دولت د هر ډول مثب او عام المنفعه پروګرامونو څخه چي د ملت په خیر دي او د دوی د آرامۍ او سرلوړۍ سبب ګرځي، لازمه همکاري ونه سپموي. درنښت

لعل محمد صفا د پوهنتون استاد

دا معلومه خبره ده چی د دولت وظیفه د خپل ملت بقاء، رفا او هوسا ژوند برابرول دي، ولي له بله طرفه دولت او ملت تر خپل منځ مشترک اجتماعي او سیاسي قرارداد لري چي دواړه طرفین باید په خپلو تعهداتو ودرېږي، دا قرارداد په دې معنی چي ملت باید د دولت د بقاء لپاره لومړی خپل مالیات د قوانینو مطابق، په خپل ټاکلي وخت ادا کړي. دوهم د خپل ژوند د ساتني او هوسایني لپاره ټول هغه مکلفیتونه چي شخص یا ملت ته راجع کېږی په درست ډول ادا کړي او همدا راز دولت په خپلو ټولو کړونو کي د ملت د خير او خوشحالۍ په لټه کي اوسي. نو په دې صورت کي موږ ویلای سو چي دولت او ملت نه بېلېدونکي اړیکي ته ژمن دي. نو بنا د دې قرارداد د لا ښه تطبیق لپاره باید دواړه طرفین ځيني اخلاقي اصول هم مدنظر ونیسي. نو په همدې خاطر داسي ملت لکه افغان ملت چي وي باید له خپل دولت سره اوږه پر اوږه مخته ولاړ سي، تر څو مو ډېر کار کړی وي، ځکه موږ اوس يوه جنګ ځپلي ټولنه یو او دولت مو د اقتصادي ضعف او سیاسي رقابت سره لاس او ګرېوان دی، نو هغه وخت چي ملت له دولت سره همکار پاته سي، نو موږ ټول رقابتونه ترسره کولای سو او هم به مو ملت ته د هوسا ژوند تېرولو لپاره زمینه برابره کړې وي. هر کله چي ملت له دولت سره په اجتماعي، سیاسي او اقتصادي چارو کي همکار پاته سي، بيا نو موږ د یو قوي حکومت خاوندان کېدلای سو. له بلي خوا ملت هم بايد د خپل ښه ژوند د تېرولو لپاره ځيني کړني ترسره کړي چي ډېره برخه یې د قوانینو مراعات او د اخلاقي اصولو پابندي ده او همدارنګه د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د بل حقوقو تر پښو نه لاندي کول بيا هغه څه دي چي باید یوه متمدنه ټولنه یې بايد ترسره نه کړي. ټول هغه هیوادونه چي د پرمختګ په لور یې قدم اخيستی، د هغوی د بریا راز د دولت او ملت تر منځ قوي اړیکه او متقابله همکاري ده. نو بنا موږ هغه وخت په یو مترقي هیواد بدلېدلای سو چي پخپل ټول توان د ملت د خیر لپاره د دولت سره يو ځای کار وکړو.

ډاکتر عصمت افغان سياسي شنونکی

يو سیاسي او فعال دولت هغه وخت بریالی وي کله چي له دې دولت سره د خپل ملت خلک او وګړي ورسره همکاره او ملاتړ يې کوي، نو دولت مکلف دی چي دې ولس ته خدمات وړاندي کړي او د ژوند لومړۍ اسانتیاوي ورته برابري کړي، خو خپل خدمات څنګه پلي کړي هغه وخت دوی خپل خدمات ولس ته وړاندي کولای سي چي خلک ورسره همکاره سي. موږ دولت داسي تعریفولای سو چي ولس ته خدمات وړاندي کړي، د هيواد د تمامي استقلالیت ساتنه وکړي او وګړو ته د کاري فرصت برابرولو تر څنګ اسانتیاوي هم رامنځ ته کړي. هغه دولتونه چي ملت يې ورسره همکاره وي، تل بریالی او د خپلو پالیسیو په عملي کولو کي سرکښه وي، یا هم په بل عبارت ویلاسو هغه دولت چي د ملت همکاري ورسره وي د خپل ملت پر زړونو حکومت کوي، نه د دوی پر اوږو یعني له دې څخه داسي مطلب اخیستلای سو کوم مالیات او محصول چي ملت دولت ته ورکوي، په زور نه، بلکي په خورا شوق او علاقه يې په خورا خوښي ورته تقدیم کوي، ملتونه باید تل له خپلو دولتونو سره له دې خاطره همکاري وکړي چي د دوی ګټي خوندي او راتلونکو نسلونو ته يې هر اړخیزي اسانتیاوي رامنځ ته کړي. یو دولت هغه وخت پرمختګ کولای سي چي کله ورسره ملت په چارو کي همغږی او مرسته وکړي. راځئ موږ هم د خپلي بقاء لپاره مطالعه وکړو چپ له دولتونو سره د ولس مرسته کومي نيکمرغۍ رامنځ ته کوي.



افغانستان ټاټوبی او خلک
t