د افغان سولي د مذاکراتو درېدو لامل څه دی؟

د افغان سولي د مذاکراتو درېدو لامل څه دی؟

حميدالله هوتک د سياسي چارو شنونکی

د سولي د درېدلو مذاکراتو په اړه بايد ووايم، چي د دې مذاکراتو د بې پايلي کېدو او يا هم په ياده پروسه کي د ځنډ او خنډ لوی لامل دا کېدای سي چي د دې پروسو جلب اصلا د افغانانو په لاس کي نه وه، فقط امريکا او وسله وال طالبان چي ياد دوه لوري په جګړو کي ښکېل اړخونه دي او دا خبري هم د دوی دوو لورو تر منځ وې، افغان ولسونه، سياسيون او حزبونه د دې مذاکراتو څخه ډېر لېري ساتل سوي وو. خو زه بايد ووايم، چي د تاريخ په اوږدو کي چي بهر د افغانستان پر سر هر څومره سازشونه او توافقات رامنځ ته سوي دي، خو کومه مثبته نتيجه يې نه ده ورکړې، دې مذاکراتو هم هغه دی کومه نتيجه ورنه کړل.

تر څو چي په افغانستان کي ټولي ښکېلي ډلي، جمع ولسونه د وروڼو په څېر سره کښېنني او تر څو چي تر شخصي ګټو ملي ګټو ته اوليت ورنه کړو، نو دلته په ښکاره ډول افغانستان يو بل ناورين ته ورروان دی.

زموږ پر طالبانو، سياسيونو او نورو ټولو دا ږغ دی چي نور پر افغانستان باندي زړه وسوځوي او دا د پردو تر شا خبرو ته دي نور د پای ټکی کښېږدي او رډ-بډ دي د افغانستان په جغرافيه کي د افغانستان پر مسايلو خبري وسي.

صاحب زاده نالان ټولنپوه

زه پدې باوريم چي متاسفانه دسولی دمذاکراتولپاره ډيرناوخته اقدام سوي دی، زه وايم چي دغه مذاکرات بايدپه ۲۰۰۶ميلادي کال کي لاسوې چي اوس به موږدزرهاوی انسانانودمرګ ژوبلي شاهدان نه وايي اوهغه په مليارډوپيسې چي پرجنګ مصرف سولې هغه به مودهېوادپرپوهنه، زراغت، روغيتا، اودفقردله مينځه وړلولپاره مصرف کړي وايي!!!!

رابه سو ستاسودپوښتني موضوع ته؛ داچی ولي تر۹مياشتووروسته دسولي مذاکرات لغوه کيږي؛ زه پدې باوريم چي دغه مذاکرات دشروع څخه يوکاذب مذاکرات وه دا پدې معنا ؛ ستاسوپه ياددي کله چی دافغانستان رسنيو دښاغلی خليلزادڅخه دمذاکراتودنتيجې اوپايلوپه اړه پوښتني کولي ښاغلي خليلزاد تراخره پوري داسی څه نه وويل چي هغه دی دسولي په اړه قاطع اواميدلرونکي خبره وه دايوه مثله بل داچي څودليله امريکادطالبانوسره دسولي مذاکرات پيل کړي، اول ددې لپاره چي ددنيا دنيوکوڅخه ځان خلاص کړي چي نړۍ ونه وايي چي امريکارسوله نه غواړي، دويم زما په نظردطالبانوورستي دريځ اومفکوره معلومه کړي چي ايا اوس هم طالبان په خپل دريځ کی هغسی تنددي اوکه يا نرم سوي دي،دريم داچي امريکا دداسی سولي غوښتنونکي وچی بايد۸۰ سلنه ددې غوښتني اواصول ددغسي سولي په تفاهم کي خوندي سي کله چي داسی شی ممکن نه و نودخپل ديوعکسروژل يي بهانه کړه اودغه مذاکرت يي لغوه کړه څلورم امريکا پدې کار سره پوځلي بيا قدرت ښکاره کړل چي هرڅه زه کولايي سم يعني جنګ هم زما دتوان خبره ده اوسوله هم ځکه په ۲۰۰۲کال کي می هم خپل قدرت ښکاره کي په افغانستان کي اواوس هم خپل قدرت ښکاره کوم؛ دمذاکراتوترلغوه کيدووروسته  امريکاوايي چی ورسی دافغان دولت سره سوله وکړي ځکه پدې کارسره بيا غواړي چي ځان دافغانانودوست وښيي اودخپل هغه خبروجبران وکړي چی ويلی وه، زه افغانستان نابود کوم!!

زه وايم ددغه مذاکرتولغو کول په اوسنی شرايطوکي چي بيرته جنګ زور اخستي دي؛ جنګ اوتاوتريخوالی دافغانان لپاره فقط بربادي،مصيبت اوهلاکت دي زما انديښنه داده چي اوس به موږ قعطاً شفاف اوعادلانه ټاکنو ونه لرو هغه پدې دليل دهيوادپه هغوولاياتواوسيموکي چي جنګ اوناامن ده ي چی حتی دټاکنوموادبه دهوادلاری انتقال کيږي نود هغه ولايت اودهغه سيمي وګړی به څنګه په خپله خوښه پرته له ګوم ګواښ څخه خپله رايي وکاروي، عالادنه ټاکني هغه دي چي دهيوادهردشرايط لرونکي وګړی پرته له کوم زور، ګواښ اوويری څخه په خپله خوښه خپله رايي استعمال کړي اودخلګوپراخ ګډون په ټاکنوکي عادلانه ټاکني دی که داسي نه وي نوبيا عادلانه ټاکنو نسوورته ويلااوشفافيت هم په ټاکنوکی هغه دی چي دټاکنوپربهيرنظارتونه ترسره سی په ځانګړي توګه درسنيو لاسرسی دټاکنومحلاتواوبهيرته اما په جنګی حالاتوکی خوداسی شی ممکن نه وي.

ورستي دا وايم چي سوله اواوربند دټولو اختلافاتودله مينځه وړلولپاره اساسی اوبنسټيزه لاره ده لکه څنګه چی مخکی می وويل چی کاشکی دغه مذاکرتو۱۳کاله مخکي سوي وای.

عصمت قانع ليکوال او د سياسي چارو شنونکی

د وسله والو طالبانو او امريکا تر منځ د سولي د مذاکراتو درېدلو لوی لامل خپله طالبان وو، ځکه طالبانو په لوی سر کي لا غيرمسؤلانه برخود درلود او حال دا چي امريکا بيا د سولي مذاکراتو په نهو پړاوونو کي د امريکا دريخ داو، تر څو تاسو افغانان خپلمنځي مذاکرات شروع کړی او همدا راز امريکا په څرګنده توګه وغوښتل چي په مسؤلانه ډول د جنګ ځای سولي ته ورخالي کړي او دوی د ټولو افغانانو سره يو پاريټنرشيف، يا يوه انډيوالي رامنځ کړي او د طالبانو بيا تر ډېره غوښتني غيرعادلانه او غيرډيپلوماټيکي وې، چي هغه نه نړيوالو، نه هم سيمي او نه هم افغانانو ته د منلو وړ وې.

همدا راز طالبانو د سولي پروسې مذاکراتو سره هم مهاله په افغانستان کي تاوريخوالي او بريدونو ته شدت ورکړ او له بلي خوا د طالبانو داسي ويډيويي خبري راووتې چي له هغه څخه له ورايه معلومېده چي دوی پر بين الافغاني خبرو باور نه لري. نو فلهذا دا ټول هغه لاملونه وه، چي د امريکا ولسمشر يې په دې اړايست، تر څو د سولي روان مذاکرات ودروي.

په هر ترتيب، نړيوال بايد اوس طالبانو ته وښيي، چي دوی په افغانستان کي د يوه داسي قوت سره مخ دي، چي هغه د افغانانو سره يو مشارکت غواړي، نړيوال د جنګ پر ځای سولي ته ترجېح ورکوي او په نظامي لحاظ هم کولای سي چي افغان کشالې ته نور دلته د پای ټکی کښېږدي.

روزي محمد زابلی د ترنک اخبار مسؤل مدیر

زه فکر کوم چي د طالبانو او امریکایانو تر منځ په مذاکراتو کي ډېری مسایل پېچیده او استخباراتي وه، نو ځکه یې ډېر وخت په بر کي ونیوی. د مذاکراتو درېدل تر ډېره د اندېښنې وړ نه ده، ځکه چي د طرفینو تر منځ مذاکرات ځیني وختونه تېز روان وي، خو ځیني وختونه بیا موافقې ته د نه رسېدلو په خاطر ودرېږي. د مذاکراتو قوي لوری ځیني وخت د مذاکراتو د ځنډ څخه سیاسي استفاده کوي. زه فکر کوم، د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات ځکه ودرېدل چي دننه په امریکا کي د دغو مذاکراتو په اړه ښکاره سیاسي اجماع نه وه رامنځ ته سوې، ولسمشر ټرمپ تر ډېره د دغو مذاکراتو څخه سیاسي او کمپایني استفادې د ټرمپ د مخالفو سیاستوالو لخوا د مخالفت سره مخ سوه او د دغو مذاکراتو د دریدو یو بل لامل دا هم و، چي امریکایي استازي د دغو مذاکراتو د موادو او سرنوشت څخه مطلق خبر نه و، نو په همدې خاطر پر ټرمپ داخلي انتقادونه او فشارونه د دې سبب سول چي نوموړی یې د دغو مذاکراتو درولو ته مجبور کړ. زه باور لرم چي د امریکا د حکومت او سیاستوالو تر توافق وروسته به همدا مذاکرات بیر ته ژر پیل سي.

سردارولي سرحدي لیکوال

تر هر څه وړاندې سلام، درنښت او ادب، له کومه وخته چي د افغان سولي پروسه د يوه ماموريت په توګه د دوو لوريو تر منځ په غيرارادي توګه راپيل سوې، نو د سولي پروسې پوهانو ورته د ناکامۍ په سترګه کتلي، دا ځکه چي نه دلته د جګړې تعريف او نه هم د دواړو لوريو تر منځ د مذاکرې پر ماهيت فکر، يا جوړ تعريف شوی و. جګړه ولي پيل شوې، چا پيل کړې وه او اوس د چا سره جګړه؟ د جګړې لوري کوم دي؟. دا هغه مسايل وه، چي د سولي په اوسنۍ پروسه کي مبهم وه؛ دا ښکاره خبره ده، چي دلته جګړه امريکا پيل کړې وه او امريکا مجبور وه، چي بېله کوم هدفه جګړه پای ته ورسوي. ولي بدبختانه امريکا دلته د زړې جګړې پر ختمولو او د نوي جګړې د منځنۍ اسيا د واک لاندي کولو په اراده پيل کولو ته لا لهانده وه، لامل همدا و، چي د سولي پروسه يې د دې شل کلني جګړې بديل بلل. دلته د امريکا جګړه ختمه شوې وه، جګړه يوازي د افغان او پنجاب تر منځ وه، طالب سمبول د لوبغاړي و، خو پر ځای د دې چي د پنجاب سره مخامخ خبره وسي، دوی دلته د څو خلکو سره خبري پيل کړې، بل لوري ته افغان مشروع حکومت او هلته يو منتخب ولسمشر له پامه غورځېدلی و، دا ناسمه تګلاره او په لوی لاس د دې وطن د بربادۍ، کورنۍ جګړې او د بلي جګړې په بل نامه پيلېدو ته نوم يا لار هوارول و. مذاکرات به بيا بې پايلي ودرېږي، تر څو چي د جګړې پر ښکېلو اصلي لوريو تمرکز نه وي سوی، پر طالب به د پنجاب په مرسته د امريکا کېدونکي مرستي درېږي او منځګړيتوب به د سولي يو قوي او بې هدفه اسلامي هيواد کوي. د دې وطن جګړه له اوله عربو د امريکا او نورو متحدينو د ګټو لپاره د پنجاب په اوږه پيل کړې او لا به يې دوام غواړي.

سمېع سيرت د ځوانانو فعال

د افغان سولي د مذاکراتو درېدلو زيات لاملونه بهرني دي. د سولي نهه پړاوه خبري بين الافغاني نه وې او دا يواځي د امريکايي استازو او د افغان دولت د مخالفو وسله والو طالبانو تر منځ خبري وې، تر ډېره امريکا د خپلو ګټو او وسله والو طالبانو بيا د ډېرو هيوادونو ګټي په دې خبرو کي ساتلې او د‌ وروستيو بريدونو څخه يې موخه هم همدا وه چي پر امريکا زور راولي، چي غوښتني يې ومنل سي. که امريکا او طالبان واقعي سولي ته ژمن وای او غوښتلای يې چي د افغانستان او افغانانو په ګټه د سولي خبري وکړي، نو دا د سولي خبري به يې بين الافغاني کړي وای، تر څو پايله يې افغانستان او د افغان ولس په خير تمامه سوې وای. دلته د افغانستان نورو ګاونډيو هيوادونو لکه پاکستان، روسيې، چين او نورو هيوادونو طالبانو څخه د يوې آلې په توګه په کار اخيستلو سره غوښتل چي د امريکا او طالبانو تر منځ په خبرو کي خپلي ګټي خوندي کړي. د امريکا ولمسمشر دا درک کړه چي د سولي په دې خبرو کي چي د افغان طالبانو سره يې کړي، نه هم د دوی ګټي خوندي دي او نه هم کومه پايله د دوی لپاره لري، نو د خپل يو اطباع له وژل کېدو وروسته يې د خبرو لغوه کېدو اعلان وکړ.

حشمت الله ننګ د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل

‎زما په نظر، د امريکا متحده ايالت هيڅکله نه غواړي په نړيوال سياست کي ځان کم وښيي او په طول د تاريخ کي هر ابر قدرت کوښښ کړى، تر څو د زر او زور په وسيله تسلط او ځان اقتدار ته ورسوي، دا چي نن امريکا له خپل سياست او ملي ارزښتونو څخه چي په هر قيمت وي دفاع کوي. دا چي افغانستان زيات وکم ۱۸ کاله د جګړې په اور سوځېدلی او دې اتلس کلني جګړې د سيمي او نړۍ پام ځان ته جلب کړى، کله چي په دې وروستيو کي د طالب استازو او امريکا تر منځ د مزاکراتو پروسه پيل سوې او تقريبا د يوې پايلي طمعه ترې لېري نه برېښېده چي د دې مذاکراتو ځڼډ زما په آند، دوه لاملونه درلوداى سي: لومړى کله چي امريکا او د هغوى خواخوږي فکر کوي چي که دا جګړه پرته له “بې پرې درېيم ګړي ” څخه سوليزه سي، دا په دې مفهوم ده چي د افغانستان تېره اتلس کلنه او ورته جګړې هم د امريکا طرح او د لاس محصول دی. دوهم اقلا د يو ډول سولي په راتګ سره به وروسته افغان جګړه په څرګنده توګه د امريکا په سياسي او اقتصادي ناکامۍ تعبيريدلاى. نو امريکا د يوه سوله ګټونکي اتل د امتياز د ترلاسه کولو په موخه د افغان سولي روان مذاکرات د ولسمشر ټرمپ په وينا تعليق ته ولوېدل، چي دا دى نن د جګړي په اور هغه کړېدلي افغانان چي څو مياشتي مخکي پر ته د بين الافغاني مذاکراتو او د سولي د روان بهير سره سرخته مخالفت ښوده، خو نن ټرمپ ته په غوصه دي او د امريکا څخه په لويه طمعه د سولي د بيا ځلي پيلېدو هيله کوي، چي امريکا هم همدا غوښتل.

 



ټاټوبی او خلک
t