افغان ځواکونه څومره تجهيز سوي؟

افغان ځواکونه څومره تجهيز سوي؟

رحمت الله اطرافي د کندهار د امنيت آمر

لومړی ستاسو د اخبار له لاري ټولو لوستونکو ته سلامونه وړاندي کوم، ستاسو د پوښتني په ارتباط بايد ووايم، چي دا څرګنده خبره ده، چي افغان امنيتي ځواکونه تر پخوا ډېر مجهز او تربيه سوي دي. البته ملي پوليس تېرو څو کلونو ته په کتو، تجهيز، اکمال او د تربيې له پلوه هغه پخواني پوليس نه دي، ځکه موږ په اوسمهال کي د ملي پوليسو په ليکو کي داسي کس نه لرو، چي هغه دي د ملي پوليسو اړوند زده کړي نه وي ترلاسه کړي، ځکه که کوم کس وغواړي چي هغه دي په ملي پوليسو کي دنده اجرا کړي، نو هغه بايد لومړی زده کړي ترلاسه کړي، ځکه چي په اوسنيو وختونو کي موږ هغه چا ته نه سلا ورکوو او نه يې هم پر دنده ګمارو، چي هغه دي زده کړي ونه لري.

راځم د ملي پوليسو د اکمالاتو برخي ته، موږ ته د تشکيل مطابق هر څه، که هغه درنه او يا سپکه سلا ده، په دې ارتباط موږ هيڅ نوعه مشکل نه لرو. البته بايد ووايم، چي زموږ ټوله سلا، که هغه درنه ده، که سپکه، هغه د کورنيو چارو په وزارت پوري تړاو لري او هغه يې موږ ته د تشکيلاتو مطابق په واک کي راکوي.

محمدظاهر د نظامي چارو شنونکی

ستاسو د پوښتني په جواب کي بايد ووايم، چي افغان امنيتي ځواکونه نږدې تېرو درېيو-څلورو کلونو ته په کتو په بې سارې توګه تجهيز او په ټولو برخو کي په پوره ډول اکمال سوي دي. نه يوازي تجهيز او اکمال سوي دي، بلکي په دې وروستيو کي تر ډېره زموږ د امنيتي ځواکونو روزلو ته جدي پاملرنه سوې ده، چي په پايله کي يې زموږ زړورو ځواکونو په ښکاره ډول د خلکو زړونه خپل کړي او د خپلو ولسونو همکاري يې تر ډېره جلب کړې ده.

خصوصاً ملي پوليس تر پخوا ډېر مجهز سوي، هغه څه چي نن ورځ يې زموږ ملي پوليس په واک کي لري، پخوا يې نه لرل. همدا راز په تعليم او تربيه کي يې ډېر پرمختګ راغلی، په اوسمهال کي ملي پوليس په هرو دوو مياشتو کي يو ځل هغه اوليه زده کړي ترلاسه کوي او وروسته بيا خپلو دندو ته دوباره ستنېږي. يوه ستونزه چي په اوسمهال کي هم ملي پوليس په لېرو پرتو ولسواليو او سیمو کي ورسره لاس او ګرېوان دي، هغه هم د هغو پوليسو د تعليم او تربيې نه ترلاسه کول دي، چي تر ډېره ياد پوليس د تجهيز د کموالي او نه شتون خبره کوي، ولي په حقيقت کي د دوی ستونزه د هغه تجهيزاتو څخه په نامسلکي توګه ګټه اخيستنه وي، چي دوی يې په واک کي لري.

احمدشاه ولي د کندهار امنيه قوماندانۍ پخوانی اداري مرستيال

که چېري وګورو، نو د پخوا په پرتله افغان امنيتي ځواکونو ته ډېره پاملرنه سوې ده، خصوصاً زموږ ملي پوليس په دې وروستيو کي ډېر تجهيز او اکمال سوي دي او يو څه چي زه غواړم اضافه کړم او هغه دا چي د پوليس دنده د ښار ساتنه ده، چون د ستونزو په ډېرېدو سره اوسمهال زموږ ملي پوليس، د ملي اردو سره په ټولو برخو کي اوږه پر اوږه ولاړ دي، چي دا خپله د دې ښکارندويي کوي، چي افغان امنيتي ځواکونه او بالخصوص ملي پوليس په دې وروستيو کي ډېر مجهز سوي دي، په دوی کي قانون مندي راغلې ده او همدا راز دوی ته په ډېر عالي مورال سره روزنه ورکول سوې ده او ملي پوليسو هم په ښه ډول روزنه ترلاسه کړې ده.

عبدالباري عارض نظامي شنونکی

د يو هيواد د امنيتي وضعيت د کابو کولو لپاره د هغه هيواد د امنيتي قواوو تجهيزول تر ټولو ښه پايله ورکولای سي او د حالاتو مطابق د يو هيواد امنيتي ځواک د مهماتو له پلوه تقويه کول او پر پښو درول، د هغه هيواد د ژوندي پاتي کېدو او بقاء په مانا ده، چي زما په نظر، دې برخي ته بايد د چارواکو پاملرنه زياته سي. راځم د افغان امنيتي قواوو د تجهيز او اکمال موضوع ته، په دې ارتباط بايد عرض کړم، چي افغان امنيتي قواوي که هغه ملي اردو، ملي پوليس، قوماندو ۰۱، ۰۲ او داسي نور دي، دا ټول ځواکونه تر بل هر وخت د وسلو او وسايطو له اړخه نن ورځ ښه سمبال دي او په خورا قوي مورال او سالمه تربيه سره وظايف پر مخ وړي او کوم قطعات چي د قوماندو، عامه نظم… دا هم په دې وروستيو کي ډېر په عالي نظم باندي تربيه سوي دي او په ښه وسايلو او تجهيزاتو باندي سمبال دي.

دولت وزيري د دفاع وزارت پخوانی وياند

که چېري موږ او تاسو دوه زره څوارلسم کال او تر هغه راوروسته وختونو ته نظر واچوو، نو ويلای سو چي افغان امنيتي ځواکونه په مختلفو برخو کي تجهيز سوي دي او بله دا چي زموږ د ځواکونو د تجهيزاتو په نوعيت کي تغير راغلی دی. او همدا راز د افغان امنيتي ځواکونو په چوکاټ کي افغان قوماندو، چي د خاصو عملياتو لپاره رامنځ ته او په ډېر ښه ډول سره سمبال سوي دي او د دې تر څنګ زموږ انجنيري قوتونه په ښه ډول اکمال سوي او همدا راز په راوروستو کي موږ دوې د زريدارو لواوي لرو، چي يادو لواګانو ته د عصر سره سم او په ښه وسايلو سره سمیال زريپوښونه په واک کي ورکول سوي دي. او همدا راز يو بل تغير چي دلته په دې څو کلونو کي رامنځ ته سوی، هغه زموږ هوايي قوتونه دي، تر دوه زره څوارلسم کال مخکي زموږ هوايي قوتونه صفر وو، خو تر دوه زره وڅوارلسم کال راوروسته زموږ هوايي ځواک ته بېلابېلي جنګي، اکمالاتي او همدا راز بې پيلوټه کشفي الوتکي ورکول سوي، چي په دې سره موږ ويلای سو چي افغان امنيتي ځواکونه اوسمهال په نسبي ډول پر خپلو پښو ولاړ دي. همدا راز تر دوه زره څوارلسم کال راوروسته زموږ په استخباراتي او کشفي برخو کي هم ډېر مثبت تغيرات راغلي دي.

خو د دې ټولو پرمختګونو سره سره بيا هم دا څه کفايت نه کوي، مهمه دا ده، چي افغان وسله وال پوځ ته نوره توجه هم وسي، په ځانګړې توګه هوايي ځواکونو ته توجه پکار ده، تر څو د رادار برخه يې قوي سي او دوی ته ډول ډول الوتکي په واک کي ورکول سي، تر څو زموږ ځواکونه وکولای سي چي د ټولو برخو څخه په ښه ډول ساتنه وکړي.



ټاټوبی او خلک
t