باور مو وشه – نجیب ننګیال

باور مو وشه – نجیب ننګیال

نن سهار مې په یوه نوي امید سترګې پرانیستې. خورا ارام را پورته شوم. لکه یو لوی غر مو چې له ولیو لرې شوی وي. د پنځه کالو لپاره د یوه ملت زعیم ټاکل وړه خبره نه ده. د وطن فرد فرد تشویش ورته لري. پرونۍ ورځ د دې کال تر ټولو امن ترینه ورځ وه. افغانستان بیا ولسمشر وموند. خپله یې وټاکه، خپله. د پېښور په ګورنر هاوس کې فیصله ونشوه، له قطره را وارد نشو. د مسکو، تهران، اسلام اباد، ریاض او دوحې رایې پکې شاملې نه وې. بلکې د اچین، نوزاد، ارغنداب، غوربند، ګرمسیر، مقر‌، محمد اغې او ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډپټان خلکو وټاکه. د کاغذونو پيسې یې خپلې وې، سیستم یې خپله جوړ کړی و، مامورین یې خپل و، امنیت یې خپله نیولی و، رایه یې خپله واچوله، ولسمشر یې خپله وټاکه…

دې عظيم ملت ته دې دا ستره بریا مبارک وي. افغانستان له یوه لوی توپانه ژوندی ووت. د بدبینانو تحلیلونه غلط ثابت شو. وېرې او اندېښنې ختمې شوې. مونږ د موقت پرځای، دایمي حکومت وموند.

ثناء او صفت دې وي هغه خدای لره چې دا ملت یې له سیاسي شعوره برخمن کړ او د ځان بساینې، ځان پېژندنې توفیق یې ورکړ. 🇦🇫



جمهوریت غني لیکنه کامیابي
t