سین بېن: ” نه غواړم نور په فلم کي مړ سم‟

سین بېن: ” نه غواړم نور په فلم کي مړ سم‟

د بالیووډ برتانوی سېنمايي اداکار سين بېن چي په بالیووډ سېنما کي یو پیژندل سوی څیره ده. وايي، نور نه غواړم داسي فلمونو کي ولوبیږم، په کوم کي چي داسي رول راکړل سوي وي، چي زه باید په فلم کي مړ سم. نوموړی سېنمايي ستوری زیاتره وخت په مشهورو فلمونو او تلویزوني سيریالونو کي راڅرګندیږي.

سین بېن په اکثره فلمونو کي داسی رول ادا کړی، چي د فلم وروستۍ صحنه د هغه په مرګ پای ته رسيږي، سين بېن د مشهور سریال ګیم اف ترون ترڅنګ فيلډ، لورنا ډون، کلاریسا، سکرین ون، ټیل مي ډېټ یو لوو می، پيټریاټ ګيمس، سکارلیټ، ګولډن آئی، ایئربورن، لارډ آف رنګز، دی آئی لینډ، هچر آؤټ لا، فارنارت په شان فلمونو کي لوبیدلی دی، چي د فلم په اخیره کي هغه مړ سوی دی.

نوموړی له برتانوی خبرپاڼې سره په یوه مرکه کي څرګنده کړی، نور نه غواړي، په هغو فلمونو کي کار وکړي، چي د هغه په مرګ پای ته ورسيږي، ځکه چي خلک که اوس وي او که وروسته پدې پوهيږي، چي هغه به د سکرین پر مخ بیا راښکاره کيږي.

نوموړي په ټوکی انداز وويل: (( په فلمونو کي ما ته نه کوم زیان رسیږي او نه په کي مړ کيږم، همدا علت دی، چي پداسې خطرناکو فلمونو کي کار کوم، چي د زما په مړينې پای ته رسيږي.))

د سین بېن هفه فلمونه او سریالونه چي د هغه په مړینه پاي ته رسیدلې دي.

پاته دي نه وي، چي د هغه تر څنګ يي مینوال هم په فلمونو کي د هغه د پرلپسي مړیني سخت په تنګ کړي دي او مینوالو يي په ۲۰۱۴ م کال په ټولنیزو رسنیو کي يوه کمپایني مبارزه پیل کړه، چي (سین بېن نور مه وژنۍ) په کي لیکل سوي وه.



فلمي نړۍ هالیووډ
t