د ټولنې خوځښت په نوم دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د ټولنې خوځښت په نوم دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د کونړ د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې ویلي؛ ددې ولایت مقام او د سيمه ییزوادارو د پياوړتيا د نوښت(ISLA ) برنامې ولایتي دفتر په همکارۍ، د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او ګډو موخو ته د لاس رسي په پار د ټولنې د خوځښت تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد چې د بېلابېلو ادارو او ولسوالیو د عامه اړیکو کارکوونکوپکې برخه اخیستې وه .

سرچینه په کونړ کې د اسلا برنامې عامه اړیکو مسوول محمد سراج سیرت له قوله وایي د پخوا په پرتله ټولنه ډیر نوښتونه رامنځته شوي.

دی زیاتوي:

«ددې يواځينی لامل د نړۍ د معاصرو ملتونو او ټولنو د خوځښت ثمره ده چې د نوې ټکنالوژۍ پرمټ نړۍ د يو کلي بڼه غوره کړې.»

د سیرت په خبره؛ له دغه ټکنالوژۍ څخه په سالمه استفاده سره کولای شو، چې د عامه پوهاوي کچې لوړیدو او د ټولنې په یووالي او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوو.



افغانستان خبري معلوماتي کونړ
t