ټاپو به پېژنئ او ښايي ډېر به مو ليدلي وي، خو دلته درته د نړۍ تر ټولو کوچني ټاپو په اړه مالومات درکوو.
د نړۍ تر ټولو کوچنی ټاپو د کېنيا په ښار کې دی.
دا ټاپو چې ټول ۰٫۴۹ جریبه دی، خو دومره نفوس پکې دی چې حیران به شئ.
دا سیمه د فوټبال له لوبغالي هم کمه ده، خو د کېنیايي رسنیو د مالوماتو له مخې، په دې ټاپو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان ژوند کوي، خو د ژوند حالت یې ډېر زیات په غربت کې دی.
د دې سیمې کورونه ټول خټین دي، خو د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکې ټاپو بلل کېږي او شاوخوا سیمه یې ډېره ښکلې منظره لري.