هند له سرېلانکا سره لوبې کوي

هند له سرېلانکا سره لوبې کوي

د هند کرېکټ بورډ وایي، غوښتل یې ه زمبابوې سره درې شل اوریزې لوبې وکړي، خو د کرېکټ نړیوالو شورا له‌خوا پر هغوی د بندیزونو له امله دوی سریلانکا ته بلنه ورکړه او هغوی هم ومنله.

سرچینه زیاتوي، لومړۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۲۰ د جنورۍ په پنځمه، دویمه شل اوریزه د همدې میاشتې په اوومه او درېیمه د دې میاشتې لسمه تر سره کېږي.

د سرېلانکا لوبډلې په دې وروستیو کې ډېرې ښې لوبې کړي او بل خوا د هند کرېکټ ملي لوبډلې هم په تېر نړیوال جام پنځوس اوریزو سیالیو کې یې په زړه پورې لوبه وکړه چې د ډېرو پام یې ځان ته راواړوه.




t